تازه خبرونه

افغان پارلماني پلاوی په پاکستان کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د پارلماني پلاوي په مشرۍ د جمعې پر ماسپښین اسلام آباد ته په رسمي بلنه رسیدلي او هلته له پاکستانیو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې کوي.

میر رحمان رحماني او ورسره پلاوی په خپل دغه درې ورځني سفر کې د پاکستان د ملي شورا د مشر اسد قیصر، ولسمشر عارف علوي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو لوړ پوړیو پاکستانیو چارواکو سره ګوري.

دایلي تایمز څرګنده کړې، چې دغه پلاوی به په ملي شورا کې د پاکستان – افغانستان د دوستۍ ډلې له غړیو او لوړ پوړیو حکومتي چارواکو سره متقابل ناسته ولري.

د یادې سرچینې د راپور له مخې، پارلماني اړیکې، سوداګري، سیمه ایز امنیت، دوه اړخیزې اړیکې او د دواړو حکومتونو تر منځ د همکارۍ زیاتول به د افغانستان د پارلماني پلاوي د غونډو په بهیر کې د پام وړ تکي وي.

دغه راز، افغان پلاوی به په هغه دوه ورځني سیمینار کې هم برخه واخلي، جې د پاکستان – افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې فورم – ۲۰۲۰ د دوه اړخیزو ګټو ګډونتر سرلیک لاندې د اکتوبر پر ۲۶ د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې تر سره کیږی هم برخه واخلي.

Trending

Exit mobile version