تازه خبرونه
افغان پانګوال دې راشي او په هېواد کې دې پانګونه وکړي – عبدالسلام حنفي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د صنعت د اوونۍ د پېنځه ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې یو ځل بیا له بهر میشتو پانګوالو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.
د دغه پېنځه ورځني نړیوال نندارتون د پای په مراسمو کې عبدالسلام حنفي وویل؛ د اسلامي امارت تګلاره په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ پیاوړتیا ده او له همدې کبله د پانګوالو او د هغو د اړوند پروژو امنیت په سمه توګه خوندي شوی دی.
عبدالسلام حنفي د نندارتون ګډونوالو ته په ډاګه کړه: نن په هېواد کې دننه د پانګونې ډګر په بشپړه توګه خوندي او چمتو دی؛ الحمدالله په بشپړه توګه امنیت شته او پانګه مو په بشپړه توګه خوندي ده.
هغه زیاته کړې: د افغانستان اسلامي امارت په هر حال کې ستاسې همکار دی ان شاءالله. راځئ، چې د ګران هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړو.
عبدالسلام حنفي همداراز له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې هم ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د دې ناوړه پدیدې په مخنیوي کې همکاري وکړي؛ ځکه له نشهيي توکو څخه د افغانستان د ژغورنې یوازنۍ لار د صنعت او سوداګرۍ په ډګرونو کې پانګونه ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال دا هم څرګنده کړه: نن د افغانستان اسلامي امارت دلته د نشهیي توکو کښت، کارول او قاچاق منع کړي دي. که غواړئ، چې افغانستان، ګاونډیان، سیمه او نور هېوادونه له نشهیي توکو خلاص شي؛ تاسې باید له افغانستان سره مرسته وکړئ، چې ورسره دلته زمونږ کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه هم برابره شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي ويلي، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته ژمن دی او په همدې موخه یې د شرکتونو د معلوماتو د ثبت سیستم هم جوړ کړی دی.
نوموړی وایي: مونږ په افغانستان کې د باور وړ او اعتباري شرکتونو ته د دیتابیس سیستم جوړ کړی، چې له کوم لګښت پرته ټول به په دیتابیس کې ثبت شي. ان شاالله.
د دې ترڅنګ د اقتصاد وزیر دا هم ویلي، چې له محدودیتونو سره – سره افغانستان کولی شي خپل کلني لګښتونه له کورنیو عوایدو تمویل او ترلاسه کړي.
د یادولو ده، چې د کورنیو تولیداتو په دغه پېنځه ورځني نړیوال نندارتون کې ۵۵۰ تولیدي شرکتونو ګډون کړی و، چې څه باندې ۱۶۰ زره لیدونکي یې درلودل او یو شمېر صنعتکارانو هم د خپلو تولیداتو د پلورلو فرصت ترلاسه کړ.
