سیمه ییز خبرونه
افغان پلاوي د بګرام په زندان كې د سلګونو خطرناكو زندانيانو د خوشې كېدو سپارښتنه كړې ده
په بګرام كې د امريكا لخوا د جوړ شوي زندان چارې په روان كال كې افغان دولت ته وسپارل شوې. په دغه زندان كې شا او خوا اته سوه هغه كسان بنديان دي، چې امريكايي سرتېرو د وسله والو مخالفينو په ګومان نيولي دي.
د امريكا د دفاع وزارت كانګرس په رپوټ كې اندېښنه ښودلې، چې افغان پلاوي د بګرام په زندان كې د سلګونو خطرناكو زندانيانو د خوشې كېدو سپارښتنه كړې ده.
دوى وېره څرګندوي، چې كه دا بنديان خوشې شې، ښايي افغان او امريكايي سرتېرو ته زيان واړوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، نشي کولی، چې له اسنادو او شواهدو پرته يوازې د ګومان په بنسټ خلك په زندان كې وساتل شي.
واشنګټن پوست ورځپانه وايي، چې په بګرام كې زندان كې زياتره هغه كسان ساتل كېږي، چې امريكايي سرتېرو په ځانګړو عملياتو كې نيولي دي نو ځكه د هغوى د اسنادو را ټولولو لومړيتوب نه درلود.
ورځپاڼه ليكي، چې دغه كسان د خاصو معلوماتو له مخې نيول شوي، چې له افغان دولت سره د دغو معلوماتو شريكول امكان نلري.