تازه خبرونه
افغان پلاوي د ترکمنستان د تېل او ګاز په دېرشم نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ
دا کنفرانس د لوړ پوړو چارواکو، څانګهوالو( متخصصینو) او د نړیوالو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شو، چې پر سیمهییزه کچه د اقتصادي همکاریو او انرژۍ د پراختیا لپاره یو اړین فرصت ګڼل کیږي.
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یو لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ د ترکمنستان د حکومت پر بلنه په عشقآباد کې د تېل او ګاز په دېرشم نړیوال نندارتون او کنفرانس کې فعال ګډون وکړ.
دا کنفرانس د لوړ پوړو چارواکو، څانګهوالو( متخصصینو) او د نړیوالو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شو، چې پر سیمهییزه کچه د اقتصادي همکاریو او انرژۍ د پراختیا لپاره یو اړین فرصت ګڼل کیږي.
د دې کنفرانس په څنډه کې نورالدین عزیزي له یو شمېر دولتي چارواکو او بهرنیو پانګوالو سره ولیدل او د اقتصادي اړیکو په پراختیا، پانګونې او تېل، ګاز او اړوند صنایعو کې د ګډې همکارۍ په اړه اندونه وړاندې شول.
ویل کیږي، چې د افغان پلاوي فعال ګډون؛ په هېواد کې د سیمهییزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د ډېرو پانګونو د راجلبولو لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا ښیي.
