تازه خبرونه
افغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه لیدنې د تولید له نوې ټکنالوژۍ او لارو چارو سره د بلدتیا، د تولیدي او صنعتي وړتیاوو د ارزونې، د کارخونو د مدیریت او فعالیت د څرنګوالي د څېړنې، د پانګهوالو د هڅونې او د تخنیکي پوهې او تجربو د لېږد ترسره شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري کوله او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په کې و؛ په بلاروس کې له یو شمېر سترو دولتي او خصوصي تولیدي کارخونو لیدنه کړې ده.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه لیدنې د تولید له نوې ټکنالوژۍ او لارو چارو سره د بلدتیا، د تولیدي او صنعتي وړتیاوو د ارزونې، د کارخونو د مدیریت او فعالیت د څرنګوالي د څېړنې، د پانګهوالو د هڅونې او د تخنیکي پوهې او تجربو د لېږد ترسره شوې دي.
افغان پلاوي د دغو لیدنو پر مهال د غلو- دانو د پروسس، کیمیاوي سرو او خوراکي توکو د تولید، لبنیاتو، بورې، غوښې او حیواني درملو له کارخونو څخه لیدنه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې افغان پلاوي په افغانستان کې د ورته کارخونو د جوړولو امکانات هم ارزولي دي.