تازه خبرونه
له پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
ګوټرش د سېشنبې پر ورځ په اسلامآباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان په تېرو څو لسیزو کې «خپلې دروازې د هغو میلیونونو افغانانو پر مخ پرانیستې وې» چې د امنیت او خوندیتوب په لټه کې ول.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د خلکو او سیمې پر ګټه ده- ذبیحالله مجاهد
ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تعامل ټینګول د افغانستان د خلکو او سیمې پر ګټه دي؛ هېوادونه او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي همکاریو ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د پړاوایز تعامل لپاره د لارې نقشې د بیاکتنې په ځواب کې د افغانستان او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تعامل ټینګول د افغانستان د خلکو او سیمې پر ګټه دي؛ هېوادونه او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.
هغه زیاته کړې:« دا ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، چې د افغانستان او هېوادونو ترمنځ تعامل ټینګ شي او دا اړیکې د افغانستان د خلکو او سیمې لپاره ګټورې دي.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې هېوادونه او ټولنې باید د افغانستان د عیني واقعیتونو له مثبتې ارزونې سره د دې هېواد د سیاسي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پراختیا لپاره همکاري وکړي، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره په اړیکه کې وي او هر اړخیزې همکارۍ پراخې شي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په جده کې د مقدماتي تخنیکي غونډې پر مهال له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل او اړیکو د چوکاټ د تنظیم لپاره پر نقشه بحث او خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت او له واکمنو چارواکو سره د منظم تعامل، مستقیمو او رغنده خبرو اترو د رامنځته کولو پر لارو چارو بحث او اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
د ایراني ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال ووژل شول
د حالوش د راپور له مخې؛ پېښه د جمعې پر ورځ د لړم پر نههویشتمه د سراوان د ګلګان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او د درې واړو قربانیانو پر سرونو ډزې شوې دي.
د بشري حقونو«حالوش» بنسټ خبر ورکړی، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایراني پوځي ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال؛ د یوې ښځې او یو کمعمره ماشوم پرګډون وژل شوي دي.
د حالوش د راپور له مخې؛ پېښه د جمعې پر ورځ د لړم پر نههویشتمه د سراوان د ګلګان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او د درې واړو قربانیانو پر سرونو ډزې شوې دي.
حالوش د سرچینو او عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې له ډزو وروسته د دغو درې کسانو جسدونه پر ډبرو پټ شوي وه.
یو شمېر افغان کډوال، چې له دې لارې تېرېدل، دا جسدونه یې موندلي دي.
تر اوسه د قربانیانو هویت معلوم نهدی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي
په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې اړوند مهم موضوعات وڅېړل او له واکمنو چارواکو سره یې د منظم او پړاوایز تعامل لپاره د یوه چوکاټ د رامنځته کولو لارې چارې وڅېړلې.
د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې د جدې ښار په مقدماتي تخنیکي غونډه کې له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل او اړیکو د تنظیم لپاره د لارې نقشې پر جوړولو بحث او خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې اړوند مهم موضوعات وڅېړل او له واکمنو چارواکو سره یې د منظم او پړاوایز تعامل لپاره د یوه چوکاټ د رامنځته کولو لارې چارې وڅېړلې.
د اسلامي همکاریو ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دغه چوکاټ د افغانانو د ګټو د خوندي کولو او په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره د مرستې لپاره په پام کې نیول شوی دی.
دغه راز په دې غونډه کې هغه لومړیتوبونه وڅېړل شول، چې د تماس ډله به پرې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د اړوند پرېکړهلیکونو د عملي کولو لپاره تمرکز کوي.
ګډونوالو له اسلامي امارت چارواکو سره د ګډو لومړیتوبونو په اړه مستقیمې او رغنده خبرو اترو پر ترسره کولو هم نظرونه وړاندې کړل.
-
تازه خبرونه4 days agoڅلور سمنګاني ځوانان د کډوالۍ پر لارې له مړینې وروسته خاورو ته وسپارل شول
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoشمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټباټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoبېځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیانمن کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره
-
نړۍ4 days agoتر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر له عیسویانو ډېر شي – «پیو» مرکز
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف
-
تازه خبرونه1 day agoترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoقزاقستان د افغانستان له ثبات او بیا رغونې سره څنګه مرسته کوي؟
