تازه خبرونه

افغان پلاوی د  تاشکند په نړیواله غونډه کې ګډون کوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۱)

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ولادیمیر ناراف ویلي، چې د ا.ا.ا پلاوی به د افغانستان په اړه په نړیواله دوه ورځنۍ غونډه کې، چې ټاکل شوې د زمري پر درېیمه او څلورمه / د جولای پر ۲۵ او ۲۶ په تاشکند کې جوړه شي؛ ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې غونډې موخه د دوی( اسلامي امارت ) له لوري د تاشکند غونډې په چوکاټ کې د نړیوالو ژمنو عملي کول او د لاسلیک شويو تړونونو منل دي.

اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي تائید کړه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د روانې جولای میاشتې پر ۲۵ نېټه په تاشکند کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې دوه ورځنۍغونډه کې ګډون وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې غونډې د ترسره کېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

تاشکند د دې غونډې د جوړېدو موخه د افغانستان د ثبات، امنیت، بیارغونې او په سیمه ییزو همکاریو کې د یو ځای کېدو په موخه د نړیوالو تګلارو په اړه تفاهم بللی دی.

له دې مخکې د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې هغه ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د یووالي او ادغام د بریالیتوب لپاره اړینه ده، چې په افغانستان کې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته باثباته سوله او امنیت تامین شي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې له ۲۰ ډېر هېوادونه ګډون کوي.

Trending

Exit mobile version