تازه خبرونه
افغان پلاوی په ترکیه کې پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو را څرخېدلی
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ترکيې ته په خپل سفر کې د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورد له رییس نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل.
په دې لیدنه کې ډېرو افغان او ترکي پانګوالو ګډون درلود، چې پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هم د شته فرصتونو په اړه هر اړ خیز بحث شوی دی.
دریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ترکیه کې د خپل سفر په لړ کې د افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ور کړ، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له ټینګېدو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
دغه راز عبدالغني برادر ویلي؛ اسلامي امارت د کانونو، کرنې، برښنا تولید، بېخبناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونې ته اسانتیاوې برا برې کړي او د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي، چې یو شمېر لویو ترکي شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره لیوالتیا و ښوده.
د هېواد د خصوصي سکتورغړي هم په افغانستان کې د نړیوالو د پانګونې جذب اړین بو لي او زیاتو، چې دم ګړۍ په هېواد کې د پانګونې لپاره له بل هر وخت څخه ښه زمینه برابره شوې.
د اوسپنې ویلې کولو کارخونو ټولنې رییس عبدالنصیر رشتیا وایي: که د هېواد د لویو کانونو په استخراج او د کرنې او اوسپنې پتلۍ په برخو کې د ترکې پانګوالو پانګونه جذب شي؛ نو له دې سره به په هېوا د کې اقتصادي انکشافات رامنخته او مونږ به له دې سره پر یوه صادراتي هېواد بدل شوو.
د اقتصادي چاروکار پوهان ترکې هېواد ته د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال سفر مهم بولي او زیاتوي؛ د کانونو ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې افغانستان د پانګونې لپاره خورا لوړ ظرفیت لري، چې باید له دې فرصت څخه دولت ګټه پورته کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: زه پهدې باور یم؛ د بهرنۍ پانګونې د جذاب لپاره باید لومړی هغه معیارونه رامنځته شي، چې د هغو پر بنسټ نړیوال پانګوال وکولی شي په افغانستان کې د پانګونې بهیر پیل کړي. زما له نظره اوس هم ځیني موضوعات د نړیوالو پانګوالو او د افغانستان د حکومت ترمنځ شته؛ یوازې امنیت نه شي کولی، چې دبهرنۍ پانګونې د جذب لامل شي.
د ترکیې په استنبول کې د دې لیدنې پر مهال د غونډې له ګډونوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو او د اسلامي امارت له لوري د پانګونې په برخه کې د راغلو آسانتیاوو په اړه پوره معلومات هم شریک شول.
په یاده غونډه کې د ګډون کوونکیو کمپنیو استازیو، چې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او تجربه لري؛ په افغانستان کې پانګونې ته بشپړه لیوالتیا وښوده او څرګندوي، چې شته فرصتونه به د دواړو هېوادونو د ګټې لپاره وکارول شي.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
