انځوريز خبرونه

افغان پوځ اوس كولاى شي له ترهګرۍ سره رغنده مبارزه پر مخ يوسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزير د افغان پوځ پرمختګونه د پام وړ بولي خو زياتوي، چې لاهم  دغه پوځ هوايي ځواك ته اړتيا لري. هغه ډاډ څرګند كړ، چې افغان پوځ اوس په ځان باوري دى چې كولاى شي افغانستان ته متوجه ګواښونه له منځه يوسي او له ترهګرۍ سره رغنده مبارزه پر مخ يوسي.

افغان پوځ د هېواد د امنيتي مسئوليتونو د اخيستو لپاره ځان چمتو كوي.

د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله خان د ځانګړو ځواكونو د قطعو پوځي تطبيقاتو او مهارتونو ته په كتو وايي:

افغان پوځ پوره تيار دى، چې تر دوه زره څوارلسم كال پورې د خپل هېواد امنيتي چارې په لاس كې واخلي.

د ملي دفاع وزير زیاته کړه، چې تر راتلونكو دوو كلونو پورې به افغان پوځ د كېفيت او كمېت له پلوه نوره وده هم وكړي.

د هغه په وېنا  په افغان پوځ كې د غښتلي هوايي ځواك تشه پر ځاى پاته ده.

نوموړي تمه وښوده، چې په را روان پسرلي كې به د نړيوالو ټولنې په مرسته افغان پوځ ته يو شمېر ترانسپورتي الوتكې په واك كې وركړل شي، چې كشفي او جنګي الوتكې به په وروسته پړاوونو كې افغان پوځ ته وركړل شي.

د ځانګړو ځواكونو دا پوځي تمرينات او تطبيقات د ولسي جرګې يو شمېر غړو او پوځي كارپوهانو وليدل او هغوى ډاډ څرګند كړ، چې افغان پوځ غښتلى شوى او كولاى شي د سيمې د هېوادونو لخوا افغانستان ته متوجه ګواښونه له منځه يوسي.

د ليزبن د كنفرانس د پرېكړو له مخې نړيوال ټول سرتېري به په دوه زره څوارلسم كال كې له افغانستان څخه وځي او افغان پوځ ته به د خپل هېواد امنيتي چارې په بشپړه توګه سپارل كېږي.

Trending

Exit mobile version