سیمه ییز خبرونه
افغان ځواكونو ته به جنګي او ترانسپورتي الوتكې وركړل شي
ناټو وايي، په نيژدې راتلونكې كې به افغان ځواكونو ته يو شمېر جنګي او ترانسپورتي الوتكې وركړل شي. په كابل كې د ناټو چارواكي وايي، د افغان هوايي ځواكونو ظرفيتونه لوړشوي او د دې توان لري، چې په راتلونكې كې هوايي عمليات په يوازې توګه پرمخ يوسي.
كه څه هم، چي د ملي دفاع وزارت تل د هوايي ځواك نه سمبالتيا او د درنو وسلو نشتوالى د افغان ځواكونو لويه ستونزه ګڼلې، خو په كابل كې د ناټو ځواكونو چارواكي وايي:
د افغان هوايي ځواكونو تر روزنې لاندې دي او دوی د دې وړتيا لري، چي په راتلونكې كې هوايي عملياتونه په يوازې توګه ترسره كړي.
په كابل كې د ناټو پوځي وياند ګونترګيتس وايي:
په نږدې راتلونكي كې به يو شمېر الوتكي هم افغان ځواكونو ته وركړل شي ترڅو په عملياتو كې له هوايي ځواك څخه كار واخلي، خو دا نه وايي، چې دا الوتكې به څه وخت وركړل شي.
د ناټو پوځي ویاند همدارنګه وایی، خلك اندېښنه لري خو په شيندنډ او كابل كي ناټو افغان نجوني او هلكانو ته د پيلوټي زده كړه وركوي او اوس افغان پيلوټان د اف ۱۶ ډوله الوتكو ته پرواز وركوي او له تجهيزاتو څخه ښه استفاده كولای شي، خو په نږدي راتلونكې كې به د افغان پوځ د حمايې لپاره به دوى ته لويې جنګي او ترانسپورتي الوتكي وركړل شي.
همداراز د ناټو ملكي وياند وايي، چي افغان ځواكونه په ټوليزه توګه غښتلي شوي او د دې توان لري، چي په يوازې خپلې چارې پرمخ يوسي.
هغه وايي د امنيتي مسئوليتونو د لېږد لړۍ پړاو په پړاو ښه پر مخ ځي او په سلو كې ۷۵ امنيتي مسئوليتونه افغان ځواكونوته سپارل شوي.
هغه همدارنګه وايي، د كال تر پايه به د ۵۰ زره په شاه خوا كې بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي .
د ناټو ملكي وياند دومينك ميدلي همدارنګه زیاته کړه، چې د سږكال تر پايه به ۴۰ تر ۵۰ زره د ناټو ځواكونه به له افغانستان ولاړشي، خو په اوږد مهال كي افغان ځواكونو ته، روزنه، مشوره او مالي مرستي وكړي. تر څو له كومې ستونزې سره مخ نشي.
خو دا، چي تر ۲۰۱۴ كال وروسته به څومره بهرني سرتېري په افغانستان كي پاته شي.
د ناټو وياند وايي، چي دا تر اوسه لا څركنده نده ځكه، چې په دې اړه به د ناټو غړي هېوادونه پرېكړه كوي.
