سیمه ییز خبرونه

افغان ځوانان د افغانستان د پرمختگ غښتلى ځواك دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سياسي او نړيوالو چارو كار پوه داكتر زلمى  خليل زاد وايي، چې:

په ځوانانو پانگونه كولى شي، چې افغانستان د پرمختگ پرلوري روان كړي.

هغه له اريانا ټلويزيون سره په ځانگړې مركه كې وويل:

افغان ځوانان د كار غښتلى ځواك او با احساسه ټولگى دى.

هغه افغان ځواكونو ته له نړيوالو ځواكونو څخه د مسووليتونو د ليږد په اړه شوي پرمختگونه د پام وړ وبلل او زياته يې كړه، چې:

افغانستان ته پكارده، چې له دې سره جوخت د خپلو امنيتي ځواكونو په غښتلي كولو هم  ټينگار وكړي.

هغه په افغانستان كې د خپل راتلونكي موقف په اړه وويل، چې:

د هېواد سياسي مشران به سره كېنوم او د سياسي خبرو اترو له لارې به خپل خدمت وپالم.

خليلزاد په دې باوردى، چې:

په افغانستان كې دېرش كلنه جگړه پاى ته رسيدلې او د  ښوونيز چاپېريال له رامنځته كيدو سره سم ځوانان د هېواد پرمختگ ته ليواله شوي دي.

د سياسي او نړيوالو چارو كار پوه  داكتر زلمي خليل زاد څرگنده كړه، چې:

ځوانان بايد ابتكاراو نوښت په خپله رامنځته كړي، قومي  او مذهبي پولې ماتې او د ملي پانگې په توگه د هېواد د پرمختگ لپاره كار وكړي.

خليلزاد له نړيوالو ځواكونونو څخه افغان ځواكونو ته د مسووليتونو د ليږد پروسه بريالۍ بولي؛ خو زياتوي، چې:

د امنيتي ځواكونو وړتيا او مسلكي پوهه دې لوړه شي.

د خليلزاد په باور:

له امنيت پرته د يوې ټولنې ثبات او پايښت نا شونى دى.

د هغه په وينا:

د ناامنيو سترلامل بې كاري ده. اقتصادي فعاليتونه، د سوداگرۍ او كرنې وده او له طبيعي زيرمو څخه گټوره استفاده به افغانستان له ودې او پرمختگ سره مخ كړي.

خليلزاد د وسله والو مخالفانو په وړاندې د سولې پرپرانيستي بهير ټينگارڅرگند كړاو زياته يې كړه، چې پكارده په افغانستان كې سوله او ثبات د مذاكرو له لارې رامنځته شي.

داكتر خليزاد زياتوي:

د يو افغان په توگه، چې هره دنده راسپارل شوې په كې مې نه يوازې د افغانستان د راتلونكي ودې او پرمختگ په اړه فكركړى، بلكې د ټولو مليتونو د يووالي، ورورۍ، سولې، ثبات او همغږۍ موخه هم پالل شوې ده.

نوموړي همدا راز د امريكا د ټاكنو په اړه وويل، چې :

د دغه هېواد په ولسمشريزو ټاكنو كې له دواړو كانديدانو څخه كه هر يو بريالى شي د افغانستان پرمسله به   اغېزونه لري.

Trending

Exit mobile version