تازه خبرونه

افغان ځواکونه باید د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي – امریکا

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳, ۱۴۰۰)

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین د شنبې پر ورځ د زمري ۲ ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو لومړیتوب له طالبانو څخه د سټراټیژیکو سیمو بېرته نیول، ساتل او د هغو د پرمختګونو مخنیوی دی.

رویټرز راپور ورکړی؛ امنیتي ځواکونه نیت لري، چې د کابل او نورو ښارونو په ګډون بندرونه او بېخبناوې خوندي او وساتي.

آسټین الاسکا ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي: دوی هڅه کوي، چې له وګړیو څخه ډکو سیمو په شاوخوا کې خپل ځواکونه راټول او پیاوړي کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکایې ځواکونه له افغانستان څخه د اګست پر ۳۱ وځي.

نوموړي وایي؛ په دې اړه، چې هغوی به د طالبانو مخه ونیسي یا نه، زما په اند لومړی کار باید دا ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د طالبنو د پرمختګونو مخه ونیسي او بریدونه یې ودروي.

آسټین زیاته کړې، چې هغه باوري دی، چې افغانان د پرمختګ وړتیا او ظرفیت لري؛ خو ولیدل شي، چې څه پېښیږي.

د دغه راپور له مخې؛ طالبان هڅه کوي، چې پراخې سیمې ونیسي او دمګړۍ د ښارونو په څنډو کې له امنیتي ځواکونو سره ښکېل دي.  

له دې مخکې رویټرز څرګنده کړې وه، چې طالبانو له نیمایي ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او دې کار د ښاري خلکو اندېښنې راپارولي دي.

امریکا منلې، چې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره هوایي بریدونه کوي او په هلمند او کندهار کې یې هوایي بریدونه هم تر سره کړي دي.

تېره جمعه جوبایډن په افغانستان کې له جګړو او تاوتریخوالي څخه د بېځایه شویو او هغو افغانانو لپاره، چې د ویزې غوښتونکي دي؛ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له بېړني فنډ څخه ۱۰۰ میلیون ډالر چمتو کړل

رویټرز زیاته کړې؛ د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې، چې د افغان ځواکونو تمویل روان وساتي او د سولې هڅې به هم روانې وي.

Trending

Exit mobile version