تازه خبرونه
افغان چارواکي دې د ترهګرۍ پر وړاندې چټکې هڅې وکړي – د ډلهییز امنیت تړون ټولنه
د روسیې پر مشرۍ د ډلهییز امنیت تړون ټولنې غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی بولي او له اسلامي امارته غواړي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې چټکې کړنې ترسره کړي.
د دې ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي ۳۰ ) په بیلاروس کې له غونډې وروسته په ډاګه کړې، چې د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت یو مهم عامل د افغانستان د حالاتو چټک حل دی.
د دې ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې د ډلهییز امنیت تړون ټولنه له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه د پاک، خپلواک، متحد او سولهییز افغانستان غوښتونکې ده.
د دې ټولنې د اعلامیې له مخې؛ د ډلهییز امنیت تړون ټولنې غړي هېوادونه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو او د نړیوالو تروریستي ډلو په ځانګړي توګه د داعش خراسان ډلې د کړنو پر زیاتېدو اندېښمن شوي دي.
دې ټولنې په خپله اعلاميه کې له افغانستان څخه ګاونډ هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق د زياتېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او زیاتوي، چې په افغانستان کې باید یو رښتینی ټولګډونه حکومت جوړ شي.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی، چې د افغانستان د چارواکو لخوا دې د بشر حقونو په ګدون د ښځو، توکمونو او زدهکړو حقونو ته درناوی وشي.