تازه خبرونه

افغان چارواکي دې له نړۍ سره اغېزمن تعامل ته زمینه برابره کړي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه د داسې زمینې برابرولو غوښتنه کړي، چې له نړیوالې ټولنې سره پرې اغېزمن تعامل ته لار اواره شي.

 بلاول بوټو زرداري ويلي، په افغانستان کې سوله او امنیت د پاکستان، سیمې او نړۍ په ګټه دی او ټینګار کوي، چې پاکستان به تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

په سپین بولدک کې د وړو سرحدي نښتو او د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې هېواد یې د ښه ګاونډ په توګه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او کړکېچونه د دواړو هېوادونو اړیکې نه شي خرابولی.

له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي وه، چې لنډ مهالی حکومت دې د  سپین بولدک بندر ته څېرمه پر ملکي وګړیو د افغان سرحدي ځواکونو د ډزو له کبله، چې ۸ کسان په کې وژل شوي؛ بښنه غوښتې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ویلي: د ترهګرۍ سکالو زمونږ لپاره ډېره مهمه ده، هیڅوک نه غواړي، چې افغانستان د سیمې د ترهګریزو بریدونو مرکز شي. مونږ هیله لرو چې واکمن چارواکي به نه یوازې د ترهګرۍ او امنیت مسلې ته سمه پاملرنه وکړي، بلکې د امنیت د ټینګولو زمینه هم برابره کړي او د افغانانو لپاره هم د ښه او خوندي ژوند چاپېریال هغسې برابر کړي، چې نړیواله ټولنه له دې هېواد سره معقول تعامل ته مخه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غوښتي، چې له نړیوالې ټولنې، امریکا او د افغانستان له خلکو سره خپلې ژمنې عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ند پرایس وایي: توماس ویست نه یوازې له حامد کرزي او د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره، بلکې د افغانستان د خلکو له نورو استازیو سره هم لیدلي او دا کار په منظمه توګه ترسره کیږي.

رینا امیري هم خپله دنده په منظمه توګه ترسره کوي؛ هغې تېره اوونۍ په اندونیزیا، سویس او ترکیه کې د افغان ښځو او د مدني ټولنې له مشرانو سره وکتل، څو د هغوی نظرونه واوري او له طالبانو څخه د ښځو او نجونو د حقوقو او نورو مسایلو ته د درناوي غوښتنه وکړي. مونږ ښوونځیو ته د نجونو او کار ته د ښځو له راتګ څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو. مونږ پوهېږو، چې دا د افغانستان د امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره مهم دی.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد او د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني تېره اوونۍ عربي متحده اماراتو ته تللي وه او هلته یې له توماس ویست سره لیدلي، چې د دفاع وزارت هم دا خبره تأیید تاظید کړه.

د دې غونډې موخه ظاهراً د بشري حقونو د وضعیت او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه وو، خو باخبره سرچینې په دې باور دي، چې دواړو لوریو پر ډېرو مهمو او بنسټیزو مسایلو لکه له کابل سره د امریکا د اړیکو د راتلونکي، د امریکا د سفارت د بیا پرانستلو پر څرنګوالي او د نورو سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه هم خبرې کړي دې.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پر بلنه نن په دوه ورځني رسمي سفر اسلام آباد ته رسېدلی.

د پاکستان یو مهم هدف له منځنۍ آسیا سره د اړیکو د پراختیا او د یوه داسې اقتصادي دهلیز د جوړولو هڅه ده، چې دا دهلېز به د ګوادر یا کراچۍ بندر له لارې د مرکزي آسیا په وچه کې پراته هېوادونو ته د هند سمندر ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. دواړو هېوادونو یوشمېر نورې هوکړې هم لاسلیک کړې دي.

پاکستان او تاجکستان هم ګډې او جدي امنیتي اندېښنې لري. دواړه هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او ودې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

 

Trending

Exit mobile version