تازه خبرونه
افغان ژباړونکي دې د تېښتې پر ځای هېواد ته د خدمت هڅې وکړي ـ طالبان
په داسې حال کې، چې بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه کړې؛ نو ورسره زرګونه افغان ژباړونکیو او کارمندانو هم له ورپېښو ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې؛ خو طالبانو نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۷) په یوه خبرپاڼه کې افغان ژباړونکیو او کارمندانو ته ډاډ ښکاره کړی، چې د بهرنیو له وتلو وروسته دوی عادي ژوند او کار کولی شي او طالبان به ورته هیڅ هم ونه وایي.
د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۲۰ کلونو کې يو شمېر افغانان غولیدلي او د بهرني ځواکونو ترڅنګ یې یو لړ کارونه کړي او اوس، چې بهرني ځواکونه وځي؛ دوی د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي او غواړي، چې له هېواده وتښتي.
په اعلامیه کې راغلي: دې ټولو کسانو ته د اسلامي امارت لخوا خبر ووکول کیږي، چې دوی باید د خپل تېر په اړه پښیماني څرګنده کړي او په راتلونکي کې داسې لار غوره نکړي، چې د اسلام او هېواد پر وړاندې خیانت ګڼل کیږي.
طالبانو ژباړونکیو ته ډاډ ورکړی، چې اوس دوی ته کوم ګواښ نشته.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: هیڅوک دې له هېواده نه تښتي؛ اسلامي امارت له دوی سره هیڅ کار نلري، خو دوی ته بلنه ورکوي، چې خپل عادي ژوند ته راوګرزي او خپل هېواد ته خدمت وکړي. زمونږ لخوا دوی ته کوم کواښ نشته.
طالبانو ویلي، چې دغه کسان هغه وخت دښمنان ګڼل کېدل، چې له بهرنیو ځواکونو سره یې همکاري لرله. اوس، چې له هغو بېل شوي؛ د عادي افغانانو په توګه ژوند کولی شي او هیڅ راز ستونزه به ونلري.
طالبانو ویلي: که څوک ځانته ګواښ پلمه او بهر ته د وتلو جعلي دوسیه جوړوي؛ دا د هغو خپله ستونزه ده، نه د طالبانو.
تیره اوونۍ انګلستان خپلو زرګونه سیمه ییزو همکارانو ته اعلان وکړ، چې خپلو زرګونه افغان کارمندانو ته، چې د دوی له سرتېرو سره یې مرسته کړې؛ د استوګنې آسانتیاوې برابروي او ویزې هم ورکوي.
ویل کیږي، چې د یوې ځانګړي پروګرام له مخې؛ نږدې ۱۸۰۰۰ افغانانو امریکا ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه ورکړی؛ خو دا بهیر پیل شوی ندی او غوښتونکي یې د ویزې لپاره کلونه په تمه پاتې دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د افغانستان په اړه د امریکا د سفر خبرداری ناسم بولي
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي؛ هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو وګړي، سیلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر افغانستان ته سفرونه کوي او اسلامي امارت د امریکا پر ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې لري.
د افغانستان اسلامي امارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت لهخوا افغانستان ته د سفر د خبرداري د څلورمې کچې په نوملړ کې شاملول بېبنسټه بولي او څرګندوي، چې په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته کوم ګواښ متوجه نهدی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي؛ هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو وګړي، سیلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر افغانستان ته سفرونه کوي او اسلامي امارت د امریکا پر ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې لري.
نوموړي زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د بهرنیو وګړو او له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو لرونکو کسانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
مجاهد ویلي، د افغانستان د وضعیت په اړه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اندېښنې لاملونه وڅېړل شي؛ خو د اسلامي امارت له نظره په افغانستان کې هیڅوک له ګواښ سره مخ نهدي.
دا غبرګون له هغې وروسته راڅرګندېږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان د ۲۲ نورو هېوادونو ترڅنګ د سفر د خبرداري په څلورمه کچه کې شامل کړ او له خپلو وګړو یې غوښتي، چې دغو هېوادونو ته سفر ونهکړي.
تازه خبرونه
له سعودي شرکت سره د ۳۰ زره افغان حاجیانو د سږني حج د چوپړتیاوو تړون لاسلیک شو
یاد وزارت د سېشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد تړون د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۸ سپوږمیز لېږدیز کال د ۳۰زره افغان حاجیانو لپاره د حج د چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره د سعودي عربستان له« مناسک المشاعر» شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
یاد وزارت د سېشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد تړون د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس محمد نبي محمدي د یوه پلاوي پر مشرۍ په دې مراسمو کې ګډون کړی او له نوموړي سره په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج قونسل عبدالباقي سجاد او یو شمېر نورو مسوولانو هم ملتیا کړې ده.
د تړون له مخې؛ یاد شرکت به په مکه مکرمه، مدینه منوره او د حج په سپېڅلو سیمو(منی، عرفات او مزدلفه) کې افغان حاجیانو ته د اوسېدا مناسب ځایونه، خیمې، درې وخته خواړه، ټرانسپورټي چوپړتیاوې او نورې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د تړون د شرایطو د سمې پليکېدا او حاجیانو ته د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره به د یاد شرکت د فعالیتونو څارنه او ارزونه کوي.
تازه خبرونه
ګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
ټاکل شوې، چې دا غونډه به د لړم تر نههویشتمې / د نومبر تر شلمې روانه وي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو یودېرشمه غونډه (COP31) د دوشنبې پر ورځ( د لړماتهلسمه / د نومبر نهمه) د ترکیې په انتالیا ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړیو دولتي چارواکو، پوهانو، څېړونکو، سوداګرو او مدني ټولنو د استازو پر ګډون پیل شوه.
ټاکل شوې، چې دا غونډه به د لړم تر نههویشتمې / د نومبر تر شلمې روانه وي.
د دې غونډې اصلي موخه د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا، د ګډ مسوولیت منلو ته هڅونه او د اقلیمي بدلونونو په اړه د هېوادونو ژمنې پر عملي او د اندازه کولو وړ اقداماتو بدلول بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ بللی او د دې کړکېچ پر وړاندې یې د بېړنیو اقداماتو او د هېوادونو د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ګوټرش ټینګار کړی، چې نړۍ نور د انتظار کولو وس نهلري او نهشي کولی د بېپایه بحثونو او پر نورو د مسوولیت اچولو له لارې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه وځنډوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې نړیوال ګواښ پر وړاندې په مبارزه کې باید د انسانانو د ژوند ساتنه لومړیتوب ولري.
دغه راز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې انقره غواړي د اقلیمي بدلونونو یودېرشمه غونډه یوازې تر سیاسي اعلامیو محدوده نهوي، بلکې په دې برخه کې نیول شوې پرېکړې پر عملي اقداماتو بدلې شي.
اردوغان زیاته کړې، چې د دې غونډې په چوکاټ کې څه باندې ۶۰۰ پروګرامونه او غونډې په پام کې نیول شوي دي، چې د پاکې انرژۍ، د کثافاتو مدیریت، د اقلیمي چارو د مالي ملاتړ او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښارونو د جوړولو په برخو کې به حللارې وړاندې شي.
د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې د دې غونډې د بریا اصلي معیار به د ژمنو او پرېکړو عملي کول وي، نه یوازې د سیاسي اعلامیو خپرول.
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې نړۍ د اقلیمي بدلونونو له زیاتېدونکو اغېزو سره مخ ده، چې اوږدمهاله وچکالي، ویجاړوونکي سېلابونه، د تودوخې لوړېدل او غیرمعمولي اورښتونه یې بېلګې دي.
افغانستان هم سره له دې، چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري؛ د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې له زیانمنونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د افغانستان پلاوي ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.
د اقلیمي بدلونونو په یودېرشمه غونډه کې ګډون به افغانستان او نورو زیانمنونکو هېوادونو ته فرصت برابر کړي، چې خپلې اقلیمي ستونزې مطرح او د نړیوالې ټولنې د ډېرو همکاریو او ملاتړ غوښتنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو لومړنۍ غونډه په ۱۹۹۵ز.کال کې د جرمني د برلین ښار پر کوربهتوب جوړه شوې وه او له هغه وخت راپدېخوا دا غونډې د اقلیمي تګلارو او چاپېریال ساتنې په اړه د نړیوالو پرېکړو له مهمو ناستو څخه ګرځېدلې دي.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه1 day agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه2 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې له نیمايي ډېر ماشومان له رسمي زدهکړو بېبرخې دي- ملګري ملتونه
-
نړۍ5 days agoد امریکا د ټاکنو پایلې؛ یو شمېر جمهوريغوښتونکو د ټرمپ په سیاستونو کې د بدلون غوښتنه وکړه
-
لوبی3 days agoافغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو
-
لوبی3 days agoد اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان افسي ته ماتې ورکړه
-
سوداگري5 days agoد دوحې بهیر کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته په ترمذ کې پیل شوه
