تازه خبرونه

افغان ژباړونکي دې د تېښتې پر ځای هېواد ته د خدمت هڅې وکړي ـ طالبان

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۰)

په داسې حال کې، چې بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه کړې؛ نو  ورسره زرګونه افغان ژباړونکیو او کارمندانو هم له ورپېښو ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې؛ خو طالبانو نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۷) په یوه خبرپاڼه کې افغان ژباړونکیو او کارمندانو ته ډاډ ښکاره کړی، چې د بهرنیو له وتلو وروسته دوی عادي ژوند او کار کولی شي او طالبان به ورته هیڅ هم ونه وایي.

د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۲۰ کلونو کې يو شمېر افغانان غولیدلي او د بهرني ځواکونو ترڅنګ  یې یو لړ کارونه کړي او اوس، چې بهرني ځواکونه وځي؛ دوی د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي او غواړي، چې له هېواده وتښتي.

په اعلامیه کې راغلي: دې ټولو  کسانو ته د اسلامي امارت لخوا خبر ووکول کیږي، چې دوی باید د خپل تېر په اړه پښیماني څرګنده کړي او په راتلونکي کې داسې لار غوره نکړي، چې د اسلام او هېواد پر وړاندې خیانت ګڼل کیږي.

طالبانو ژباړونکیو ته ډاډ ورکړی، چې اوس دوی ته کوم ګواښ نشته.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: هیڅوک دې له هېواده  نه تښتي؛ اسلامي امارت له دوی سره هیڅ کار نلري، خو دوی ته بلنه ورکوي، چې خپل عادي ژوند ته راوګرزي او خپل هېواد ته خدمت وکړي. زمونږ لخوا دوی ته کوم کواښ نشته.

طالبانو ویلي، چې دغه کسان هغه وخت دښمنان ګڼل کېدل، چې له بهرنیو ځواکونو سره یې همکاري لرله. اوس، چې له هغو بېل شوي؛ د عادي افغانانو په توګه ژوند کولی شي او هیڅ راز ستونزه به ونلري.

طالبانو ویلي: که څوک ځانته ګواښ پلمه  او بهر ته د وتلو جعلي دوسیه جوړوي؛ دا د هغو خپله ستونزه ده، نه د طالبانو.

تیره اوونۍ انګلستان خپلو زرګونه سیمه ییزو همکارانو ته اعلان وکړ، چې خپلو ​​زرګونه افغان کارمندانو ته، چې د دوی له سرتېرو سره یې مرسته کړې؛ د استوګنې آسانتیاوې برابروي او ویزې هم ورکوي.

ویل کیږي، چې د یوې ځانګړي پروګرام له مخې؛ نږدې ۱۸۰۰۰ افغانانو امریکا ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه ورکړی؛ خو دا بهیر پیل شوی ندی او غوښتونکي یې د ویزې لپاره کلونه په تمه پاتې دي.

Trending

Exit mobile version