تازه خبرونه
افغان ژورنالیست ذکي دریابي او اطلاعات روز د فساد پر وړندې د مبارزې جایزه وګټله
د رڼښت نړیواله ټولنه په ډاګه کړې، چې په ۲۰۲۰ کال کې د اطلاعات روز مسوول مدیر ذکي دریابي او اطلاعات روز دواړو د اداري فساد پروړاندې د مبارزې جایزه ګټلې ده.
د جایزې د ګټونکیو په نوملړ کې د قزاقستان د لیکوالې او ژورنالیستې بوتاکوز کوپبایوا نوم هم راغلی دی.
د شفافیت نړیوال سازمان زیاته کړې: ذکي دریابي او اطلاعات روز د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په لاره کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي او د هیڅ راز خنډونو او ګواښونو پروا یې نده کړې او له همدې کبله د ۲۰۲۰ کال د جیرزې لپاره غوره شوي دي.
یادې ټولنې زیاته کړې؛ دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ژورنالیستانو او ځوانو فعالینو ته د زغم او پرلپسې هڅو د ستاینې وړ بېلګه ګرزېدلې ده.
دغه جایزې تېره شپه ( د لیندۍ ۱۲) د فساد پر وړاندې د مبارزې ټولنې د یو انلاین کنفرانس له لارې ذکي دریابي ته ورکړ شوې.
په دې اړه ذکي دریابي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې: زه ویاړم، چې د شفافیت نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۰ کال د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې زمونږ پر خه کړه. زه د هغې ورځې په هیله یم، چې افغانستان نور په نړۍ کې مفسد او د خبریالانو وژونکی ځای نه وي.
د رڼښت نړیواله ټولنه یوه نړیواله ټولنه ده، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره کارکوي.
دغه جایزه په ۲۰۰۰ کال کې د ړنښت د جایزې په توګه ونومول شوه او په ۲۰۱۶ کال کې یې د فساد پر وړاندې د مبارزې د جایزې نوم خپل کړ.
د یادونې ده، چې د رڼښت نړیوالې ټولنې د لړم پر ۲۹ دغې جایزې ته د ۴ کسانو نوملړ په ډاګه کړ، چې د اطلاعات روز او ذکي دریابي نومونه هم په کې ول.