لوبی

افغان ښځینه کرکټ لوبډله به پخپل حال پاتې وي – د افغانستان کرکټ بورډ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۰)

د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې د کرکټ بورډ نوي مشر میرویس اشرف دغه بورډ ته ویلي؛ ښځینه ملي لوبډله به په عادي ډول کرکټ لوبه روانه ساتي.

میرویس اشرف ویلي، چې د ښځو کرکټ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا یوه بنسټیزه غوښتنه ده او دوی ژمن دي، چې خپل مسوولیتونه پوره او بشبړ کړي.

نوموړي زیاته کړې: زمونږ نجونې به په عادي توګه کرکټ کوي او مونږ په دې اړه د لومړنيو اړتياوو او ټولو آسانتياوو د پوره کولو په لټه کې يو.

هغه دا هم ویلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا غوښتنې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره ارزښتمنې دي او دوی یې د پوره کولو لپاره پوره هڅې کوي.

د میرویس اشرف د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ له کرکټ بورډونو سره په اړيکه کې دي او غواړي له نړيوالو کرکټ بورډونو سره ښې اړيکې ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان هم په دې غونډه کې ګډون درلود او د مشر په توګه د میرویس اشرف ټاکل یوه لاسته راوړنه بولي او په دې اړه زیاتوي، چې میرویس اشرف یوازنی مشر دی، چې ټولو هېوادوالو غوره کړی او ترې خوښ دي.

هغه زیاته کړې: اشرف صاحب! هېوادوال او د افغانستان کرکټ بورډ اداره له تاسې او ما څخه ډېره تمه لري. ډېري ننګونې او کارونه شته، چې باید د همغږۍ له مخې ترسره او هېوادوال خوښ کړو؛ ځکه، چې هیلې مو زړه راکښونکې او له ۳۰ میلیون دېر افغانان له کرکټ سره تړلي دي.

نصیب خان عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر لاسته راوړنو ته هم نغوته او اشاره وکړه او څرګندوي، چې عربي متحده اماراتو ته یې ډېر سفرونه کړي او هیله لري، چې دغه لاسته راوړنې به خپلو هېوادوالو ته ورسوي.

نصیب زیاته کړې: مونږ په متحده عربي اماراتو کې د هند کرکټ بورډ د عمومي مشر په ګډون د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او مسوولینو سره ګټورې ناستې درلودې او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه مو خبرې کړې  دي.

په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو څانګو مدیرانو هم خپل وړاندیزونه او موخې له مشرتابه سره شریکې کړې او د داسې یوه مدیر پر ټاکلو یې خوښي څرګنده کړه، چې له کارکوونکیو، لوبغاړیو او ادارې سره پوره همغږي لري.

Trending

Exit mobile version