لوبی

افغان کرکت اتل مجیب په نړیوال جام کې د افغانستان بریا زلزله ځپلیو ته وړاندې کړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت لوبډلې اتل مجیب الرحمن د یکشنبې پر ورځ د کرکت په نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې حیرانونکې بریا د هېواد زلزله ځپلیو ته وقف کړه.

۲۲ کلن مجیب د درې ویکتو او ۲۸ منډو پر ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

په دې لوبه کې افغانستان په نوي دیلي کې انګلستان ته د ۶۹ منډو په توپیر حیرانوونکې ماتې ورکړه.

له دې یوه ورځ مخکې په هرات کې د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې لږ تر لږه دوه کسان مړه کړل. په دې ولایت کې تېره اوونۍ څو نورو زلزلو له زر ډېر کسان مړه کړي دي.

مجیب الرحمن ویلي: دا (بریا ) د هغو خلکو ده، چې په خپلو کورونو کې د زلزلې له کبله زیانمن شوي دي. د یوه لوبغاړي په توګه او د یوې لوبډلې په توګه غواړم خپله جایزه دوی ته وړاندې کړم.

هغه زیاته کړې: د تېر پړاو اتلانو ته په ماتې ورکولو سره په نړیوال جام کې ګډون د ډېر ویاړ او سرلوړۍ شېبه ده؛ دا د ټول هېواد او لوبډلې لپاره ښه شېبه ده – د توپ وهونکیو او توپ‌اچوونکیو په زړه پورې هڅې.

د یکشنبې پر ورځ، د فرانسې اژانس د څرګندونو له مخې، په ۲۰۱۵ ز. کال کې افغانستان د سکاتلیند پر وړاندې خپله لومړۍ بریا خپله کړې وه.

له دې سیالیو وروسته، هغو په پرله‌پسې ډول ۱۴ لوبې بایللي دي.

له دې ماتې څخه دوه یې په روانو سیالیو کې وې، چې د بنګله دیش او هند پر وړاندې په ترتیب د شپږ او اته ویکتو پر توپیر مات شوی دی.

د انګلستان لوبډلمشر جوز بتلر ویلي: دا یوه سخته ماته ده. افغانستان ته دې مبارک وي! دوی نن له مونږ څخه ښه لوبه وکړه. دوی واقعیاً تکړه برید لري؛ په ځانګړي توګه سوپر سپنران.

Trending

Exit mobile version