لوبی
افغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ایرلینډ ته پر ۴۲ منډو ماتې ورکړه او له دې هېواد سره یې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۵۰آورونو کې ۳۴۳ منډې وکړې. دا په یو ورځنۍ سیالیو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي.
صدیقالله اتل د ۱۲۰ توپونو پر لوبولو ۱۴۳ منډې وکړې او د افغانستان په توپوهنه کې تر ټولو ښه وځلېد. هغه ۱۷ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ډېرو منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
ایرلینډ په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې او په ۴۸آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. انډریو بالبرني ۱۰۹ او کورټس کامفر ۸۴ منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
یمین احمدزي د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول او راشد خان درې ویکټې واخیستې. راشد خان تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
لومړۍ سیالي د باران له کبله ترسره نهشوه. په داسې حال کې، چې افغانستان دوهیمه سیالي پر ۹۲ منډو او درېیمه هغه پر درې ویکټو وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پېنځمه او وروستۍ سیالي به د شنبې پر ورځ د ایرلینډ په سټورمونټ کې ترسره شي.
دغه سیالي به په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.