تازه خبرونه
افغان حکومت د ټاکنو امنیت ته ۵۴ زره ځواکونه ګمارلي
امنیتي بنسټونه وایي، د ټاکنو له ۵ زره ډېرو او ۲۱ زره سیمو د امنیت ساتنې لپاره ۵۴ زره ځواکونه ګمارل شوي، چې هوایي ملاتړ هم لري.
دغه بنسټونه وایي، ټولو ولایتونو ته ټاکنیز توکي رسیدلي؛ خو اوس هم د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو د امنیت په تړاو اندېښمن دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، چې: د ټاکنو امنیت ته ۵۴ زره پوځیان ګومارل شوي دي.
د امنیتي ځواکونو تر څنګ هوایي ځواک هم د ټاکنو امنیت ساتي او دغه راز دغو ځواکونو ټاکنیز توکي ولایتونو ته رسولي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند غغور جاوید وایي: د هر مرکز د امنیت ساتنه کوو، ټاکنیز توکي وررسوو او هیڅ راز ځنډ به په کې رانشي.
څارونکي بنسټونه وایي، چې د ټاکنو په اړه اوس هم ګواښونه شته؛ نه نوماند خوندي دی، نه خلک او نه څارونکي بنسټونه.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ رییس یوسف رشید وایي، چې: له یو ناورین سره مخ یو؛ هیڅوک خوندي ندي؛ نه څارونکي، نه کارکوونکي، نه رسنۍ، نه خلک او نه نوماندان.
په راروانو ټاکنو کې به له دوه زره ډېر رای مرکزونه تړلي پاتې وي. تمه ده، چې د پاتې ۵ زره او څو مرکزونو امنیت خوندي شي او په دې توګه ټاکنې د ترسره کیدو مشروعیت ومومي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ځینو ګاونډیانو افراطیت ځوانان له ورانکارو ډلو سره یوځای کېدا ته هڅوي – حنفي
د رییس الوزرا اداري مرستیال د تاجکستان د پارلمان د رییس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې، چې ” له افغانستان څخه د افراطیت د نفوذ خطر ډېر شوی” ويلي؛ ځینې ګاونډیان له اسلام څخه د خلکو د ویرولو په برخه کې افراط کوي او د دوی دغه ډول افراطیت د دې لامل شوی، چې د دوی ځوانان ورانکاره کړنو ته مخه کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال دغه څرګندونې په کابل پوهنتون کې د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو د ممتازو زدهکړیالانو ستاینغونډې ته د خبرو پر مهال کړې دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ د افغانستان د ځینو ګاونډیانو “افراطیت” د دې سبب شوی، چې ځوانان یې له ورانکارو ډلو سره یوځای شي.
نوموړي ویلي: دوی د اسلام څخه په ډارولو کې دومره افراطي شوي، چې وايي؛ چې سپین ږیري نهوئ، جومات ته مه ځئ! نوم دې باید اسلامي نهوي او مسلمانه ښځه دې پر سر ټکری نلري.
د اسلامي امارت دې لوړپوړي چارواکي ګواښ کړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه به ورته عمل ولري.
د دوی افراطیت د دې لامل شوی، چې ځوانان له نورو ویجاړوونکیو ډلو سره وتړل شي.
د تاجکستان ملي شورا مشر ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د ډلهییز امنیت تړون غړیو هېوادونو ته د افراطیت د نفوذ خطر مخ پر زیاتېدو دی.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ رستم امامعلي د قزاقستان په پلازمېنه کې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړیو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر ډېر شوی دی.
هغه وایي: زمونږ هېوادونو ته د مذهبي افراطیت د ویجاړوونکې ایډیالوژۍ د خپرېدو خطر مخ پر ډېرېدو دی. تر اوسه په افغانستان کې څه باندې زر دیني مدرسې جوړې شوي، چې ډېرې یې په هغو ولایتونو کې دي، چې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې له هېوادونو سره ګډه پوله لري.
امامعلي ادعا کړې، چې په دغو مدرسو کې خلک د ځانمرګو روزنه ترلاسه کوي او په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام د ډلهییز امنیت تړون غړیو هېوادونو لپاره اوږدمهاله منفي پایلې لرلی شي.
په دې پروګرام کې د رییس الوزرا اداري مرستيال ويلي، چې له مدرسو څخه د ګاونډيانو اندېښنې بې بنسټه دي.
یادې غونډې ته د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ویلي؛ د ښوونیزو او دیني مدرسو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به هڅې نورې هم چټکې شي.
که څه هم د ډلهییز امنیت تړون ټولنې غړي تل د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګندوي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د افغانستان خاوره به د دغو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د مسکو غونډه به په تهران کې جوړه شي- کابلوف
د روسیې بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي په تهران کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې له جوړېدو خبر ورکړ.
د تاس خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د افغانستان په اړه د مسکو تماس ډلې غونډه به د جون پر اتمه (شنبه د غبرګولي نولسمه) په تهران کې جوړه شي.
دغه لوړپوړي روسي ډیپلوماټ دا هم ویلي، چې دا غونډه به د روسیې، ایران، پاکستان او چین د ځانګړیو استازو په حضور کې ترسره شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي: مونږ د افغانستان له مشرتابه سره په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر کوربتوب راتلونکې درېیمې ناستې ته د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د روسيې استازي ویلي، چې د دوحې غونډې ته د چمتووالي په اړه سلا مشورې روانې دي.
تازه خبرونه
په قزاقستان کې د منع شویو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل یو ښه پرمختګ دی – بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په قزاقستان کې د منع شویو ډلو له نوملړه د افغانستان اسلامي امارت د نوم له ایستلو هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (سې شنبه د زمري پېنځلسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ګام له اسلامي امارت سره د قزاقستان د همغږۍ او په دې برخه کې د خنډونو د لرې کولو او د دوه اړخیزو اړیکو د کچې ښهوالی په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: قزاقستان په سیمه کې د افغانستان مهم سوداګریز او ټرانزیټي ګډونوال دی او دا پرېکړه به د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ او پراخو اقتصادي همکاریو لپاره لار اواره کړي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.
د قزاقستان دولتي خبري آژانس پرون ( دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه) راپور ورکړ؛ د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توکایوف اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت نوم یې د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلی دی.
توکایوف دا خبره د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړیو هېوادونو د پارلمانونو له رییسانو سره په کتنه کې کړې ده.
هغه ټینګار کړی، چې دغه هڅه او ګام له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پورته شوی دی.
-
لوبی3 days ago
امریکا د جونز پر غوره توپوهنې د ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه له کاناډا وګټله
-
نړۍ3 days ago
د جنوبي کوریا خلک دې د شمالي کوریا د رالېږل شویو بالونونو په اړه پوځ یا پولیس خبر کړي – چارواکي
-
تازه خبرونه2 days ago
قزاقستان د اسلامي امارت نوم د ترهګرۍ له نوملړه وویست
-
سوداگري2 days ago
د افغانستان لومړنۍ سووداګریزې لارۍ له لنډمهالو اسنادو سره پاکستان ته ننوتلې
-
تازه خبرونه3 days ago
امریکا او اروپا د بُن په ناسته کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله
-
لوبی5 days ago
افغانستان سکاټلینډ ته د ۵۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
-
نړۍ3 days ago
محکمه آلمان حکم بازداشت یک افغان را در پیوند به حمله با چاقو صادر کرد
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
په هند کې د تودوخې له څپې ۵۶ کسان مړه شول