Connect with us

تازه خبرونه

افغان ترک ښوونځي له سیاسي فشارونو وساتئ- اروپایي ټولنه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اروپايي ټولنې له افغان ولسمشر اشرف غني څخه د یوه لیک په ترڅ کې غوښتي، چې افغان ترک ښوونځي له سیاسي فشارونو وساتي.

په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو پر مدیریت لانجه راپورته شوه.

ترکي چارواکي وايي؛ افغان ترک ښوونځي د فتح الله ګولن لخوا رهبري کیدل، چې په ترکیه کې د ناکامې کودتا هڅه هم هغه کړې او په افغانستان کې د دې ښوونځي ښوونکي او زدکوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

حکومت هم غواړي، چې د دغو ښوونځيو مدیریت د ترکیې دولتي بنسټ ته وسپاري.

اروپايي ټولنې ویلي، چې له افغان ترک ښوونځيو سره روان چلند سیاسي دی او حکومت باید د زده کوونکیو له برخلیک سره لوبې ونکړي.

 د اروپايي ټولنې په لیک کې راغلي، چې د افغان ترک ښوونځیو د لغوه کیدو پرېکړه سیاسي ده او افغان حکومت باید د دغو ښوونځيو د زدکوونکیو له برخلیک سره لوبې ونکړي.

د افغان ترک ښوونځیو د زدکوونکیو د والدینو شورا غړی صدیق الله توحیدي وایي؛ په خواشینۍ خبر شوي یو، چې پر افغان ترک ښوونځیو بریدونه د سیاسي پرېکړې زېږنده دي او د ترکیې حکومت د دې موسسې د لغو کولوهڅه کوي.   

د افغان ترک لیسې سرپرست احمد فواد حیدري ویلي، چې که حکومت د دوی غږ نه اوري؛ نو نړیوالې محکمې ته به خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.

د افغان ترک ښوونځيو د زدکوونکیو والدین هم د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن دي. دوی وايي، چې حکومت باید له دغو ښوونځیو سره سیاسي چلند ونکړي.

د افغان ترک ښوونځيو د زدکوونکیو د والدینو شورا منشي عبدالشکور دادرس وایي، چې حکومت باید د هېواد د بچو په اړه بې پروا نه وي او له علمي نعمتونو یې هم بې برخې نه کړي.

د افغان ترک ښوونځيو د زدکوونکیو د والدینو شورا ريیس یوسف پښتون وایي؛ مونږ له حکومته غواړو، چې د هېواد د بچو پر راتلونکي لوبې ونکړي.  

د افغانستان د پوهنې وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ دوی د ترکیې د غوښتنې له مخې زمینه برابره کړې، چې د دغو ښوونځیو اداره د ترکيې دولتي بنسټ ته وسپارل شي.

د پوهنې وزارت وايي، چې له دغو ښوونځیو سره سیاسي چلند نه کیږي.

دمګړۍ په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د افغان ترک ښوونځيو د زدکوونکیو شمېر شاوخوا اته زره ته رسیږي.

د افغان ترک لومړني ښوونځي درویشت کاله پخوا په افغانستان کې رامنځته شول. د دغو ښوونځیو زدکوونکیو په ۲۰۱۲ کال کې نه یوازې سلګونه نړیوال مډالونه ګټلي، بلکې په هېواد کې د سولې د رامنځته کولو په هڅو کې یې د برخې اخیستنې له کبله د ویاړ مدال هم تر لاسه کړی او په کانکور آزموینه کې لوړې نمرې تر لاسه کوي.

تازه خبرونه

امیر خان متقي په کابل کې له ازبک پلاوي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د غوایي درویشتمه د دې وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف، د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه ییز اتصال ټرانزیټي پروژو، سوداګرۍ، ګډې پانګونې، کلتوري او په سیمه کې د افغانستان او ازبکستان پر ټرانزیټي رول او اهمیت خبرې اترې وشوې.

امیر خان متقي په سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د ازبکستان له ملاتړي رول د مننې ترڅنګ د دغو اړیکو پر غځولو او پراختیا ټینګار څرګند کړ.

امیر خان متقي ویلي؛ افغانستان اوس امن او ثبات ته راګرځېدلی او دا د ازبکستان، نورو ګاونډ او سیمې لپاره یو ښه فرصت دی، چې له موقع استفاده وکړي او د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیمه‌ییز اتصال پالیسي، چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټولو ګاونډیو او سیمې لپاره به د اقتصادي او امنیتي ثبات زیري ولري ملاتړ وکړي او د سترو اقتصادي پروژو تطبیق لپاره موجوده هڅې نورې هم چټکې کړي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف د بهرنیو چارو وزارت له تاوده هرکلي له کبله مننه وکړه او وایي، چې داځل له یو قوي تخنیکي ټیم سره، چې پر خصوصي سکټور سربیره د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او معدن تکړه انجنیران یې هم ملتیا کوي کابل ته راغلي یوو او غواړو افغانانو ته ښه زیري ولرو.

محکموف په خپلو خبرو کې و یلي، چې د ازبکستان ولسمشر او رهبري افغانستان ته جدي توجه لري او د رهبري پر استازيتوب تاسې ته ډاډ درکوم؛ مونږ د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو، چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي.

الهام محکموف ویلي، چې د افغان – ټرانس پروژې عملي پېل او امکان سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی او په همدې اوونۍ کی به یو بل پلاوی له تجهیزاتو سره افغانستان ته راشي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړوند ادارو سره به عملا خپل کار پېل کړي.

د دې ترڅنګ مو یوه بله ډله د جیولوژۍ او معدن په برخه کې ملتیا کوي او دوی به د افغانستان معادن او پټرولیم وزارت له چارواکو سره مجالس ولري، چې د نفتو، ګازو اکتشاف او استخراج او همدا راز نورې هغه برخې، چې اسلامي امارت اړوند اداراې یې را په ګوته کړي؛ عملي کار ته چمتو یوو.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګمرکي او سرحدي خدمات ۲۴ ساعته کولو ته چمتو یوو او بل دا، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي او ټرانزیټي خدمات نور هم وده وکړي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفې را ټیټې کړو.

امیر خان متقي د ازبکستان له جدیت څخه مننه وکړه او وایي، چي افغان سوداګرو او ټرانسپورټي برخې کارکونکیو ته د ویزو د ورکړي تسهیل یو ښه پر مختګ دی او په کار ده دا لړۍ روغتیایي، تعلیمي برخې او بلاخره عامو افغانانو له لپاره د سیاحت ویزو برخې ته هم وغځېږي.

د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف د وروستیو سیلابونو او افغانانو ته د اوښتي زیان له کبله د تسلیت مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ ویلي، چې مونږ د یوه مسلمان ورور او ګاونډي په توګه هر ډول مرستې او د افغانانو او اسلامي امارت لاسنیوي ته چمتو یوو.

نوموړي ویلي، چې ازبکستان د اسلامي امارت دا غږ بدرګه کوي چې افغانستان، ازبکستان او نور ګاونډي او د سیمې هیوادونه باید اقتصادي رفاه له سیاسي هغو قرباني نکړي.

ویل کیږي، چې ازبکستان اماده دی د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت سره پپر ګډه د تاریخي اماکنو او زیارتونو په رغولو او جوړولو  کې ګډه کار وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۳)

کابل پولیسو ویلي: د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د یوه قتل پر تور نیول شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي؛ الله ګل مجاهد د قاري سعیدالله نومي کس د وژنې پر تور نیول شوی، چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د کب میاشتې پر دولسمه وژل شوی و.

هغه زياته کړې، د قضيې څېړنه روانه ده؛ د څېړنو تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه به په بند کې پاتې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې پر مرګونو سیلابونو خواخوږي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۳)

په بغلان ولایت کې د سیلابونو له کبله، چې له ۳۰۰ ډېر کسان یې مړه کړي؛ پاکستان، ایران، قطر او متحده عربي اماراتو له افغانستان سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او د ناڅاپه سیلابونو د راوتلو له کبله پر ځاني او مالي زیانونو د زړه له کومې خواشیني څرګندوي. پاکستان په دې سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره د پیوستون څرګندونه کوي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي: د قطر دولت د دې هېواد په شمالي بغلان ولایت کې د سختو سیلابونو له کبله، چې خلکو ته یې مرګ، ژوبله او مالي زیاونو ړولي؛ له افغانستان سره خپل بشپړ پیوستون څرګندوي.

قطر له افغانستان او خلکو سره پخپلو مرستو ټینګار کړی او دې هېواد ته یې د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ بشپړ چمتووالی ښودلی دی.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه راز په مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ ویلي: ایران د بغلان او تخار ولایتونو په ګډون د افغانستان په شمالي سیمو کې د وروستیو سیلابونو له کبله پر ځاني او مالي زیانونو خپله ژوره خواخوږي او خواشیني څرګندوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون څرګند کړ.

انټونیو ګوټرش ویلي؛ ملګري ملتونه او په افغانستان کې یې شریکان د حکومت له چارواکو سره همغږي دي، چې اړتیاوې چټکۍ وارزوي او بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په هېواد کې له سیلاب ځپلیو کورنیو سره د مرستندویه بنسټونو او هېوادوالو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!