تازه خبرونه
افغان ترک ښوونځي له سیاسي فشارونو وساتئ- اروپایي ټولنه
په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو پر مدیریت لانجه راپورته شوه.
ترکي چارواکي وايي؛ افغان ترک ښوونځي د فتح الله ګولن لخوا رهبري کیدل، چې په ترکیه کې د ناکامې کودتا هڅه هم هغه کړې او په افغانستان کې د دې ښوونځي ښوونکي او زدکوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.
حکومت هم غواړي، چې د دغو ښوونځيو مدیریت د ترکیې دولتي بنسټ ته وسپاري.
اروپايي ټولنې ویلي، چې له افغان ترک ښوونځيو سره روان چلند سیاسي دی او حکومت باید د زده کوونکیو له برخلیک سره لوبې ونکړي.
د اروپايي ټولنې په لیک کې راغلي، چې د افغان ترک ښوونځیو د لغوه کیدو پرېکړه سیاسي ده او افغان حکومت باید د دغو ښوونځيو د زدکوونکیو له برخلیک سره لوبې ونکړي.
د افغان ترک ښوونځیو د زدکوونکیو د والدینو شورا غړی صدیق الله توحیدي وایي؛ په خواشینۍ خبر شوي یو، چې پر افغان ترک ښوونځیو بریدونه د سیاسي پرېکړې زېږنده دي او د ترکیې حکومت د دې موسسې د لغو کولوهڅه کوي.
د افغان ترک لیسې سرپرست احمد فواد حیدري ویلي، چې که حکومت د دوی غږ نه اوري؛ نو نړیوالې محکمې ته به خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.
د افغان ترک ښوونځيو د زدکوونکیو والدین هم د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن دي. دوی وايي، چې حکومت باید له دغو ښوونځیو سره سیاسي چلند ونکړي.
د افغان ترک ښوونځيو د زدکوونکیو د والدینو شورا منشي عبدالشکور دادرس وایي، چې حکومت باید د هېواد د بچو په اړه بې پروا نه وي او له علمي نعمتونو یې هم بې برخې نه کړي.
د افغان ترک ښوونځيو د زدکوونکیو د والدینو شورا ريیس یوسف پښتون وایي؛ مونږ له حکومته غواړو، چې د هېواد د بچو پر راتلونکي لوبې ونکړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ دوی د ترکیې د غوښتنې له مخې زمینه برابره کړې، چې د دغو ښوونځیو اداره د ترکيې دولتي بنسټ ته وسپارل شي.
د پوهنې وزارت وايي، چې له دغو ښوونځیو سره سیاسي چلند نه کیږي.
دمګړۍ په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د افغان ترک ښوونځيو د زدکوونکیو شمېر شاوخوا اته زره ته رسیږي.
د افغان ترک لومړني ښوونځي درویشت کاله پخوا په افغانستان کې رامنځته شول. د دغو ښوونځیو زدکوونکیو په ۲۰۱۲ کال کې نه یوازې سلګونه نړیوال مډالونه ګټلي، بلکې په هېواد کې د سولې د رامنځته کولو په هڅو کې یې د برخې اخیستنې له کبله د ویاړ مدال هم تر لاسه کړی او په کانکور آزموینه کې لوړې نمرې تر لاسه کوي.