لوبی
افغان کرکت لوبډلې په تدارکاتي سیالۍ کې پاکستان مات کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ۲۰۱۹ کرکت نړیوال جام لپاره د تدارکاتي یا وارم اپ سیالیو په لړ کې افغانستان د غوره توپ اچونې او د حضرت ځاځي چټکې توپوهونې پرمټ پاکستان مات کړ.
په دې سیالۍ کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په اووه څلوېښت اورونو کې یې د ټولو لوبغاړیو پر سوځیدو ۲۶۲ منډې جوړې کړې.
یاده دې وي، چې افغانستان لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې دوه یمه لوبه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د انګلستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.