تازه خبرونه

افغانستان د هند له یوه پوهنتونه ۱۸ مداله تر لاسه کړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغان ترک زدکوونکیو د هندوستان د ایمیتي پوهنتون له المپیاد ۲۰۱۹  څخه ۱۸ مدالونه تر لاسه کړل.

د هندوستان د دغه پوهنتون له لوري د می میاشتې له ۱۹ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پورې په ساینسي علومو( ریاضي، فزیک، کیمیا او بیالوژي) کې سیالي تر سره کړه.

په دغو سیایو کې د افغان – ترک د ښوونځیو زدکوونکیو د افغانستان په استازیتوب د ۱۳ هېوادونو له زدکوونکیو سره برخه واخیسته، چې د افغانستان استازیو ۱۸( شپږ د سرو زرو، شپږ د سپینو زرو او شپږ د برونزو) مدالونه تر لاسه کړل.

د افغان ـ ترک ښوونځیو په یو اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دغه لاسته راوړنه د هېواد د پوهنې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

Trending

Exit mobile version