تازه خبرونه

افغان او امریکایي امنیتي چارواکو هلمند ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د امریکایي او پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر او افغان امنیتي لوړپوړیو چارواکو د هلمند ولایت د امنیتي حالاتو د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.

افغان امنیتي چارواکو او د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۸) له هلمند ولایت څخه په لیدنه کې له سیمه ییزو چارواکو سره هم امنیتي ناسته ترسره کړې ده.

د هلمند والی محمد یاسین خان د هلمند ولایت د امنیتي وصعیت په اړه ډاډ څرګند کړ او وایي، چې افغان ځواکونو په خپلو یرغلیزو بریدونو کې له لاسه وتلې یو شمېر سیمې له وسلوالو طالبانو بېرته نیولې دي.

د ۲۱۵ قول اردو قومندان جنرال عبدالهادي ترین څرګنده کړې، چې په هلمند ولایت کې پوځي چارواکي د پیاوړتیا او وړتیا له مخې ټاکل شوي دي.

سربېره پر دې، د دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا ژمنه وکړه، چې له سیمه ییزو چارواکو سره به مرسته وکړي؛ خو وایي، چې مونږ له تاسې څخه خلکو ته د خدمت کولو د پایلو د لیدلو تمه لرو.

دغه راز د امریکا لوړپوړي قومندان میلر د هلمند له مسوولینو څخه مننه وکړه او څرګنده کړې یې ده، چې طالبان اوس ستاسې بریاوې درک کوي او پوهیږي، چې تاسې څه لاسته راوړنې لرئ.

په دې وروستیو کې، امنیتي مسوولینو د  میلر په ملتیا د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او له سیمه ییزو مسولینو سره یې د اړوند ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحث او خبرې کړې دي.

هلمند د افغانستان یو بې ثباته ولايت دی، چې وسلوال طالبان ان د لښکرګاه ښار په ګډون په ځينو ولسواليو کې پراخ شتون لري.

Trending

Exit mobile version