تازه خبرونه

افغان امنیتي ځواکونو د تنګي سیدان پر روغتون عملیات کړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د میدان وردګ والي څرګنده کړې، چې تېره شپه د دې ولایت د جلګه ولسوالۍ د تنګي سیدان پر روغتون امنیتي ځواکونو عملیات کړي، چې په کې څلور روغتیايي پرسونل وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د میدان وردګ والي مظفرالدین یمین خبري رسنیو ته ویلي، چې په برید کې د عامې روغتیا څلور کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر تر دې دمه معلوم ندی.

نوموړي زیاته کړې، چې یو کس د تداوۍ لپاره راغلی و؛ هغه هم مړ شوی.

په سیمه کې خلک وايي، چې د برید پر مهال په روغتون کې ښځې او ماشومان هم ول، چې هغوی ته زیان ندی اوښتی.

Trending

Exit mobile version