بی بی سی پښتو

افغان حکومت پاکستان ته د داعش نیول شوي مشر سپارلو غوښتنه رد کړه

Published

on

Last Updated on: وری ۲۴, ۱۳۹۹

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مجرمینو د تبادلې تړون نشته، نو د داعش ډلې نیول شوی مشر اسلم فاروقي به د افغانستان د قوانینو په رڼا کې محاکمه کیږي.

د اسلم فاروق چې اصلي نوم یې عبدالله اورکزی او د ډېورنډ کرښې بلې غاړې ته د اورکزو د سېمې اوسېدونکی دی، د داعش ډلې دخراسان تش په نوم ولایت مشر و. د تېرې یکشنبې په ورځ د افغانستان ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې هغه یې له ۱۹ ملګرو سره یو ځای نیولی دی.

پرون د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل ، له افغان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د داعش خراسان ډلې نیول شوی مشر دې پاکستان ته وسپاري.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په ځوابي اعلامیه کې ویلي چې اسلم فاروقي د هغې ډلې مشر دی چې “په افغانستان کې یې ډېر جنایتونه ترسره کړي او پر نوموړي د هغو عملیاتو د رهبرۍ تور دی چې په نتیجه کې یې ګڼ شمیر ملکي افغانان او سرتیري شهیدان شوي دي. “

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د متهمینو او مجرمینو د استرداد تړون نشته نو له هغه سره به د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې چلن وشي.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې ” افغانستان د ترورستانو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي، یوشان قانوني چلند ورسره کوي او د تروریزم ضد مبارزې ټولو تعهداتو ته ژمن دی”.

Reuters
د سکانو پر عبادت ځای د داعش برید کې له شلو زیات کسان ووژل شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې سپارښتنه شوې چې دواړه هیوادونه کولای شي چې د سولې او سوکالی د عمل د ګډ پلان په چوکاټ کې “د هغو اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې مشترکې هڅې وکړي چې د تروریزم سره د مبارزې په لار کې مرسته وکړای شي. “

پرون پنجشنبه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي وینا پاڼه کې ویلي وو، اسلم فاروقي د پاکستان پر ضد فعالیت کاوه، نو ځکه باید دوی ته د پلټنو لپاره وسپارل شي.

په اعلامیه کې راغلي وو چې په اسلام اباد کې افغان سفیر په دې تړاو د خبرو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل شوی و.

پاکستان ټینګار کړی و چې دواړه هېوادونه دې د جوړ شوي مېکانیزم پر اساس د ترهګرۍ پر ضد په همغږۍ کار وکړي.

Reuters
داعش ډلې په کابل کې د سکانو پر عبادت ځای د برید مسؤلیت منلی و

د افغانستان ملي امنیت ادارې ویلي وو چې اسلم فاروقي د نورو ترهګرو ډلو تر څنګ په پاکستان کې د لشکر طيبه او د حقاني شبکې سره اړيکې لرلې او په خپل لومړني اعتراف کې يې د “داعش ډلې د خراسان څانګې سره د سيمه ايزو استخباراتو پراخه اړيکې “هم په ډاګه کړې دي.

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د خراسان څانګې په کابل کې د وروستيو څو خونړيو بریدونو مسووليت منلی و.

د دغې ډلې وروستي بريد کې چې دوی يې پړه پر غاړه اخيستې وه يوه ځانمرګي بريدګر د سيکانو عبادت ځای کې چاودنه کړې وه او لږ ترلږه ۲۶ تنه یې په کې وژلي او ۸ نور ټپيان کړي وو.

Trending

Exit mobile version