بی بی سی پښتو

افغانستان کې په کورونا ویروس اخته کسان نژدې ۱۰۰۰ ته ورسېدل

Published

on

Getty Images

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۶۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له دې سره پردې وېروس د اخته کسانو ټولټال شمېر څه کم زرو (۹۹۶) ته ورسېد.

له دې ډلې په کابل کې ۳۱، بلخ کې ۱۶، کونړ کې ۶، هرات کې ۴ او بغلان کې ۳ پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د یکشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۹) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په فاریاب، لغمان او جوزجان کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د نوموړي په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان بېرته روغ شوي چې ۱۳ په هرات کې او ۲ کابل کې دي.

د ښاغلي مایار په وینا د بېرته رغېدلو ۱۳۱ کسانو له ډلې ۷۱ په هرات کې او ۲۶ نور یې په کابل کې دي. د نوموړي په وینا له دې سره د بېرته روغو شویو کسانو سلنه له ۱۲ نه ۱۳ ته لوړه شوه.

د روغتیا وزارت وايي، له ټولو اخته کسانو تر اوسه ۳۳ تنو خپل ژوند بایللی چې درې تنه یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مړه شوي دي.

پرون د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په کابل کې د دارالامان ماڼۍ د کورونا وېروس د تجرید په مرکز بدله کړه، چې په وینا یې دا ماڼۍ ۲۰۰ بستریز مرکز دی او د هغو ناروغانو لپاره به کارول کېږي چې د کورونا وېروس کمې او یا منځنۍ نښې لري.

Getty Images
افغان چارواکو د کورونا ویروس د نمونې اخیستنې د وسایلو کموالی خبره کړې، خو د دې وزارت ویاند نن وویل چې شاوخوا ۵ زره کېټونه سبا کابل ته رسیږي

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د کابل له ښاروالۍ هم مننه وکړه چې په دې ولایت کې ۱۰ زره بستره تجرید مرکز جوړوي.

عامې روغتیا وزارت پلان لري چې په ټول هېواد کې د دې مرکز په څېر نور هم جوړې کړي، چې د ده په ټکو که دا ناورین له کنټروله وځي، نو باید ورته چمتوالی نیول شوی وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د چارشنبې په ورځ ویلي و، له کورونا سره د مبارزې لپاره له پنجشنبې په ټول افغانستان کې د تجرید یا ګوښه توب مرکزونه جوړوي.

BBC

Trending

Exit mobile version