بی بی سی پښتو

افغانستان کې د کم عمره طالب وسلوالو د اصلاح مرکز

Published

on

BBC
دا هغه ماشومان دي چې د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې بندیان دي.

د لوړو پنجرو تر شا په یوه له خاورو او دوړو ډک انګړ (حویلۍ) کې یوه ډله هلکان د فوټبال توده لوبه کوي او یو شمېر نور شاوخوا ولاړ دي او د دې لوبې ننداره کوي.

دا په افغانستان کې تر ټولو زیانمن او له سخت حالت سره مخامخ ماشومان دي. دا هغه ماشومان دي چې د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې بندیان دي.

د پنجرې له بلې غاړې د دې بندي ماشومانو یوه ډله له ما سره خبرې کوي. یوه په ونه نري راته پر دوی د لګول شویو تورونو په اړه وویل:”ځینو خلک وژلي او ځینو غلاوې کړې دي”.

په دې مرکز کې نږدې ۳۰۰ بندیان دي چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي. په اوسط ډول شاوخوا نیمايي یې د طالبانو او داعش/ اسلامي دولت ډلې د غړیتوب په تور نیول شوي دي.

د دې مرکز چارواکي هڅه کوي چې د طالبانو او داعش ډلې د غړیتوب په تور نیول شوي بندیان جلا وساتي چي خپل منځ کې جګړه ونه کړي.. دې دواړو ډلو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې خونړۍ جګړې کړي دي. دوی دغه راز غواړي په نورو جرمونو تورن کسان جلا وساتي چې د سخت دریځۍ خواته مخه نه کړي.

دا هلکان چې له ما سره یې خبرې کولې په لومړي پوړ کې اوسېږي. خو د طالبانو او داعش/ اسلامي دولت اړوند کسان بیا د همدې شین رنګه ودانۍ په دویم او دریم پوړ کې ساتل کیږي.

یوه راته وویل: “دوی ترهګر دي او موږ ترهګر نه یو”.

ووژنه چې ژوندی پاتې شې

BBC
د پنجرو تر شا یو تالار

بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوه چې د کانکریټي دیوالونو او امنیتي برجونو په منځ کې دې مرکز ته ننوځي.

د دې ودانۍ په یوه ارام کونج کې د مرکز ټولنیز کارکوونکی موږ له داسې درې بندیانو سره معرفي کوي چې د ادعا له مخې د داعش ډلې یا اسلامي دولت ډلې غړي دي.

له دې ډلې یو تن چې اسماني رنګه کالي یې اغوستي او په ځیر له غوسې ډک ګوري، دا ادعا کوي چې دی په ناحقه نیول شوی.

که څه هم موږ د دوی هویت پټ ساتو خو په دې مرکز کې اکثره بندیان د خپل ماضي را سپړلو نه په ويره کې دي. خو له دې سره دی د خپلو افراطي نظرونو په اړه په تدریج پر ده پورته کوي.

دی وايي: “بهرنیانو کوم ناسم کار نه دی کړی خو پیغمبر ویلي چې له دوی سره باید تر قیامته جهاد دوام ولري”.

کله چې دی له حکومته د خپلې کرکې په اړه وايي نو سخت دریځي یې لا ښه جوتیږي.

دی وايي: “دا یو اسلامي هېواد دی، خو کابل ته وګورئ له فاحشه خانو ډک دی. دلته ډېره زنا او د هم جنس خوښۍ کارونه کیږي. دلته موسیقي والا دي . د خدای لپاره دلته ان له خپلې مور او خور سره زنا کیږي”.

* په قرنطین کې افغان ماشومان څه وکړي؟

* “جګړې تر نیمايي ډېر افغان ماشومان په رواني ستونزو اخته کړي”

* د زندان نړۍ؛ ۳۰۰ افغان ماشومان چې بې ګناه بندیان دي

دی د افغانستان د یوه ختیځ ولایت دی او هغه څه چې دی یې د کابل په اړه وايي چې ګواکې د فسق یو مرکز دی واقعیت نه لري. خو دا جوته ده چې دا هغه څه دي چې دی له زړه پرې باور لري.

خو د ده ژوند یو بل اړخ هم لري. سره له دې چې ایله یې پر مخ ږیره را ښکاره شوې خو دی د یوې یو کلنې نجلۍ پلار هم دی.

دی وايي : “زه نه غواړم چې هغه مې دلته ووینی، هغه به وژاړي”.

له ده سره له خبرو وروسته د اوسېدو پر برخه را تېر شوو. په یوه ځای کې څو هلکانو له اسماني رنګه کټارو پښې را وېستلې وې، یو پلاستیکي جک یې واهه او سندرې یې ویلې.

خندل یې او راته یې ویل چې دا د مینې سندرې دي. خو ما ولیدل چې ځینو یې پر مړوندونو ، مټو او ښنګرو ټټو یا خالونه وهلي وو.

ځینې پر خپل بدن د ټوپکو او یا خنجرونو انځورونه رسم کړي. يوه په فارسي لیکلي: ” سخت ژوند او بدتر راتلونکی” بل لیکلي: “ووژنه چې ژوندی پاتې شې”.

کابل کې د اختطاف او له تاوتریخوالي ډکې غلا د پېښو په څېر جرمونه عام دي. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې د ځوانانو په منځ کې د بې روزګارۍ کچه له دېرش سلنې لوړه ده.

ما ترې وپوښتل، ژوند د ده لپاره په همدې مانا دی چې ووژنه چې ژوندی پاتې شې؟

اوس د خبرو انداز جدي دی. یوه راته وویل : “که د یوه کاریګر په توګه کار وکړې نو د ورځې به دوه افغانۍ تر لاسه کړې، په دې سره به څنګه د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړې، نو مجبور یې غلا وکړې”.

دوی سندرې ویل پیل کړل او موږ ترې ولاړو.

زه به بیا له طالبانو سره یو ځای شم

BBC
ذاکر د طالبانو د پروپاګند ویډیوګانو په لیدلو سره له دې ډلې اغیزمن شوی وو.

بله ورځ له یوه ډله نورو هلکانو سره مخامخ شوو. د اسلامي دولت/ داعش ډلې له یوه داسې غړي سره ګورو چې پر خواله رسنیو له پروپاګند اغیزمن شوی.

دا ۱۷ کلن هلک د طالبانو د ډلې پخوانی غړی دی. دی په خندا وايي چې ډېر امریکایان یې وژلي دي. تقریبا یوه ناسمه ادعا ده.

په دې ډله هلکانو کې یو ذاکر دی، چې ۱۴ کلن او لوړ قد لري خو ساده مزاجه. پرېړ غږ یې له څېرې سره سر نه خوري. خو له طالبانو سره پر ملګرتیا ویاړي.

ده راته وویل: “دنده مې پر لارو د ماینونو ښخول وو. طالبان به د شپې کلي ته راتلل او د وضعیت په اړه به مې دوی ته مالومات ورکول.

دی وايي وروسته له هغه له طالبانو سره یو ځای شو چې د طالبانو کنټرول لاندې سیمو کې د خپلوانو د لېدلو پرمهال یې ولیدل چې طالبان “څه ډول لمنځونه کوي او پر خلکو یې پام ساته”.

دی د طالبانو د پروپاګند ویډیوګانو په لیدلو سره له دې ډلې اغیزمن شوی وو.

ده راته وویل چې له کورنۍ پټ له طالبانو سره یو ځای شوی. د ده پلار او مشر ورور د افغان ملي امنیت ځواکونو په لیکو کې جګړه کوله.

ما وپوښته چې ایا دا وېره یې نه لرله چې د ده پر ماین به د ده پلار ووژل شي؟ خو ده ټینګار وکړ چې داسې سیمو کې یې فعالیت کاوه چې پلار یې هیڅکله هلته تګ راتګ نه درلود. دی وايي هغه ځايي حکومتي ملیشې یې په نښه کولې چې دی یې په “جنسي تیري او غلا تورنوي”.

ذاکر لکه د نورو بندیانو په څېر له بنديوانو سره ښه اړیکي لري. خو دا خبره یې ښکاره کوله چې غواړي بیا له طالبانو سره یو ځای شي.

دی وايي: “دلته پنځه وخته لمونځ کوو زدکړه هم کوو. خو کله چې زه خوشی شوم پر مور او پلار به پام ساتم او بیا به له طالبانو سره یو ځای شم ځکه دوی د حق لپاره جګړه کوي”.

د ده ځینې خبرې داسې ښکاري لکه د پروپاګند لپاره چمتو شویو ویډیو ګانو یې چې کاپي کړې وي. خو په څېره کې یې د ماشومتوب نښې وې.

ومې پوښته کې دې مور او پلار له طالبانو سره بیا یو ځای کېدو ته نه پرېښودې نو څه به کوې؟ ځواب یې راکړ چې “بیا نه ځم خو کله چې دوی مړه شول نو بیا به ور سره یو ځای شم”.

د جګړې ډګر ته ستنېدل

BBC
اصلاح مرکز کې د بندیانو لپاره زدکړې او کار کسب ښودل کېږي.

د مرکز کارکوونکي هڅه کوي چې د دې هلکانو له سره د سخت دریځۍ فکر لرې کړي د همدې لپاره دوی ته مرکز کې زدکړې ورکوي.

اسلامي زدکړې یو له مشهورو مضامینو دي. مبشر نذري په تنه پنډ او لنډه ږیره لري. دی د هغو ۲۵ هلکانو د زدکړې مسؤلیت لري چې د داعش او طالبانو د غړیتوب په تور نیول شوي دي.

دی دا مني چې د دوی په فکر کې بدلون اسان کار نه دی خو زدکړه بدلون راولي.

دی وايي: “دوی چې کله په لومړي ځل دلته را وستل شول او په کابل کې له ځانمرګي برید خبر شول، دوی ډېر خوشال وو ویل یې، ومو لیدل موږ څومره کسان ووژل؟ همدا جهاد دی).

مبشر نذري زیاتوي: “موږې ترې وپوښتل چې د وژل شویو ماشومانو او د هغو کسانو چې خپل کار ته روان دي ګناه څه ده؟” او دا چې “اسلام کله دا اجازه در کوي چې بې ګناه کسان ووژنئ؟ خو وروسته چې کله دوی د ځانمرګي برید خبر اورېده نو خپه کېدل”.

نور مضمونونه هم تدریسیږي لکه هغو کسانو د ته د لیک لوست ور زده کول چې ښوونځي ته نه دي تللي.

۱۶ کلن عبد الله چې په تن نری دی، رڼې سترګې لري او خوله یې پر سر ده راته وویل، چې له طالبانو سره یې دوه میاشتې تېرې کړې دي. او په لویدیځ کې هغه مهال ونیول شو چې له حکومتي ځواکونو سره وسله والې نښتې ته روان وو.

دی له هغو طالبانو اغیزمن شو چې د طالبانو کنټرول لاندې سیمه کې یې په مدرسه کې زدکړې کولې. دی وايي: “واعظ راته وویل چې دا ستا مسؤلیت دی چې جګړه وکړې او د الله لپاره ووژل شې”.

که څه هم عبد الله له دې وړاندې رسمي زدکړې نه وې کړې خو دی او س د دې مرکز یو تر ټولو ښه زدکوونکی دی.

دی په ویاړ سره وايي:”زه لسم ټولګي کې یم او پایلو ته په تمه یم او یوولسم ټولګي ته به ولاړ شم”. دی زیاتوي: “طالبان یوازې وسله در کوي چې جګړه وکړې له دې ځایه چې خوشی شوم غواړم زدکړو ته دوام ورکړم”.

د مرکز د کارکوونکو لپاره چې غواړي د عبد الله په څير هلکانو سره اړیکي رامنځته کړي یوه ستونزه د بندیانو د شمېر زیاتوالی دی.

دلته د نویو بندیانو په دوامداره راتګ سره مخکني بندیان یا خوشي کیږي او یا لېږدول کیږي.

یو سهار مو ولیدل چې استخباراتي کسانو یو وړوکی هلک دې مرکز ته را وست. سر یې خریل شوی وو او لاسونو کې یې زولنې وې.

کله چې روغتیايي څانګې ته د نوم ثبتولو لپاره یووړل شو ډېر پرېشانه ښکارېده. په ډېر ټیټ اواز یې وویل چې رواني ستونزې لري.

ډاکټر د ده مالومات ثبتول او ویل یې چې عصبي ناروغي یوه عامه مسله ده. هغه راته وویل ډېر کله ویني چې هلکان ځانونه ژوبلوي، خپل بدن یا مخ څیروي.

دی وايي : “هره اونۍ داسې دوه درې پېښې رامنځته کیږي. دوی ته چې هر څه په لاس ورشي همداسې کوي. د وسپنې یا د شېشې یوه ټوټه”.

د ایټیډیال بهرنۍ مؤسسې اړوند ارواپوه لیلي شوارټز وايي : “فکر کوم چې دا ټول له یوه ډېر دردوونکي حالت سره مخامخ شوي چې دوی نه شوای کولی ترې را ووځي نو دې حالت ته د دوی ځواب جګړې ته مخه کول دی”.

مېرمن شوارټز هڅه کوي د هغه زیان علاج وکړي چې دا هلکان له رواني پلوه ور سره مخامخ دي، خو مسله د وخت د کموالي ده. دا وايي: “موږ تل لومړی د ستونزو حل ته مخه کوو- د ځان وژنې هڅه، جګړه او بلوا- خو ځیني هلکان شته چې موږ ورسره ښه اړیکي رامنځته کړي، که موږ امکانات او ملاتړ ولرو موږ به دا مسالې په ژر حل کړو).

د ماشومانو وژل

BBC
د تړلې دروازې تر شاه یو ټولګی

۱۴ کلن محمد په ځانګړې توګه ډېر پرېشان ښکاري. ده د خپلو ملګرو د هغې ډلې مشري کوله چې د داعش له یوه پنډغالي په تېښته بریالي شوي چې په زور پکې سات کېدل. دی د هغو ماشومانو په اړه اندېښمن دی چې د سخت دریځۍ فکر لري.

د ده د مور او پلار له مړینې وروسته یې پالنه خور او یوه اوښي ته ور له غاړې شوه. د ده اوښی له داعش ډلې سره یو ځای شوی وو. هغه محمد هم د افغانستان په ختیځ کې د دغې ډلي پیاوړي مرکز ته له ځان سره بوته.

دی یې هلته په مدرسه کې شامل کړ. محمد وايي : “دوی ځانونه ښه مسلمانان بولي خو دوی ښه کارونه نه کوي”.

ما وپوښته لکه څه شی؟

ده راته وویل : “د ماشومانو وژل” دا نه ده روښانه چې ده څه لیدلي او په دې اړه یې څه اورېدلي- نه دی غواړي تفصیل ور کړي- خو وروسته یې خبرو کې د داعش ډلې له خوا د “ماشومانو وژلو ” ته اشاره کوله.

محمد وایي هڅه یې وکړه چې له یوه ډله کسانو سره یو ځای وتښتي، خو دی وايي “داعش ډلې ونیول او بندیان یې کړل، موږ یې ووهلو او راته یې وویل چې تاسې غواړئ له کافرانو سره یو ځای شئ”.

کله چې دوی چانس پیدا کړي بیا به وتښتي.

“موږ پوهېدلو که موږ بیا مومي وبه وژل شو…. ټوله شپه مو په غرونو کې مزل وکړ، په سبا یې موږ ځانونه تسلیم کړل”.

محمد اوس په دې خوښ دی چې د داعش په مدرسه کې نه دی خو په دې ناهیلی دی چې په دې مرکز کې ساتل کیږي.

دی وايي: “موږ فکر کاوه چې کورونو ته ستاه شوو. خو موږ یې دلته راوستلو”.

پلار مې به ناسمه لار روان وو

د طالبانو د ډلې ۱۴ کلن غړی ذاکر په یوه خونه کې له څو نورو کسانو سره یو ځای اوسېږي، ټول د وسله والو ډلو د غړیتوب په تور نیول شوي دي.

مرۍ اوبدل د دوی د خوښې کار دی

ذاکر هغه وړې سنډلې را وښودلې چې خپلې وړې خور ته یې جوړې کړې وې او په سره او سپنه یې مرۍ پکې کارولې وې.

ځینو نورو یې قلمونه په مریو کې پوښلي وو او ځینو نورو بیا خپلو پلرونو ته جای نمازونه جوړ کړي وو.

له ذاکره مې د جګړې په سیمه کې د ژوند په اړه وپوښتل، ده راته په ساده ژبه وویل : “تر څو مې چې په یاد دي مړي مې لیدلي دي”.

کله چې دی اته کلن وو، یو ملګری یې د هغه د خپل مور او پلار ترڅنګ ځکه ووژل شول چې له یوې ځايي مجرمې ډلې سره یې اړیکي لرل.

دا په دې مانا چې په افغانستان کې تاوتریخوالی یوازې جګړه پورې محدود نه دی.

دا چې ولې او څنګه ذاکر له طالبانو سره یو ځای شو دا یوه سربدالوونکې کیسه ده.

BBC
کله چې بندیان خوشي شي بیا یې د تعقیب لپاره کوم سېسټم نشته

کله چې ذاکر ۱۳ کلن وو د ده پلار چې له ملي امنیت سره یې کار کاوه د طالبانو په یوه برید کې ټپي شو. دی وايي ښه مې یاد دي چې مور او پلار یې هڅه کوله له ده اصلي کیسه پټه وساتي: “پلار مې راته وویل چې سپي خوړلی خو وروسته پوه شوم چې کیسه داسې نه وه”.

خو سره له هغه څه چې د ده پلار ته ور پېښ شول ذاکر د طالبانو ملاتړ ته مخه کړه: “زه پوهېدم چې پلار مې په ناسمه لار روان دی، ځکه ده د پردیو ملاتړ کاوه”.

دی وايي یو دلیل چې له مخې یې دی له طالبانو سره یو ځای شو دا وو چې د ځايي حکومت پلوو ځواکونو له خوا دی ځورول شوی وو.

“که د یوه مذهبي مسلمان په څير لباس پر تن ولرې خولۍ دې په سر وې، دوی دې نیسي ، وهي دې او سپکاوی دې کوي”.

خو دی وایي له طالبانو سره په یو ځای کېدو یې د “خوندیتوب” احساس وکړ.

“له طالبانو سره له یو ځای کېدو وړاندې له دې ځورېدم چې ولې وهل کیږم. خو کله چې له طالبانو سره یو ځای شوم حالت ښه وو ځکه لږ تر لږه یو دلیل وو چې موږ د دوی دښمنان یو”.

دا سخته ده چې د ذاکر ټولې خبرې دې د یوه حقیقت په توګه ومنل شي، خو ذاکر رښتینی ښکاري.

دی د خپل راتلونکي په اړه متفاوت نظر لري. دی وايي له طالبانو سره په تېر کړي وخت “ویاړي”خو وايي “ښايي بیا داسې ونه کړم، ځکه نور وسلوال شته ….. غواړم جهاد ته دوام ورکړم خو که مې د مور او پلار خوښه نه وي بیا یې نه کوم”.

دا مرکز هڅه کوي هلکان له بند وروسته ژوند لپاره چمتو کړي، د همدې لپاره د بېلګې په توګه د خیاطۍ زدکړې یوه برخه فعاله ده.

خو کله چې دوی خوشي شي بیا یې د تعقیب لپاره کوم سېسټم نشته او دا هغه څه دي چې مېرمن شوارټز ناهیلې کوي.

دا وایي : “تمه دا ده چې ټولنیز کارکوونکي یې تعقیب کړي”. خو امنیتي ستونزې دا کار ناشونی کوي، “ملاتړ، دندې او ښوونځی د هغه څه بدیل دي چې دوی ترې را ګرځېدلی او د همدې بدیلونو تشه ده”.

د عدلې وزیر عبد البصیر انور چې د دې مرکز مسؤلیت لري دا مني چې دا هلکان اصلاح ته اړتیا لري. دی وايي : “د هغه مغز مینځنې پر وړاندې ارواپوهان له دیني عالمانو ډېر اغیزمن دي چې سخت دریځي یې کوي”.

ښاغلی انور وايي د نویو لوایحو په لټه کې دی چې له خوشي کولو سره وروسته له بندیانو سره مرسته وکړي. دی هیله لري چې نړیواله ټولنه د دې برخې په مالي او تخنیکي ملاتړ کې د دوی لاس نیوی وکړي.

مرۍ به دې غوڅه کړم

BBC

په پام کې ده چې د طالبانو پخوانی غړی عبد الله چې په درسونو کې مخکې دی خوشی شي. دی اندېښنه لري چې راتلونکي کې به څه پیښی

دی وايي : ” زه نه غواړم بیرته خپل کلي ته ولاړ شم طالبان به مې ووژني”.

خو په دې مرکز کې نور شته کسان د بدلون وړې نښې لري له مرکزه زموږ د لیدنې پر وروستۍ ورځ د دریم پوړ له یوې کړکۍ یو تن ما ته اشاره کوي او ګوته پر ستوني تیروي او په لوړ اواز وايي: “مرۍ به دې پرې کړم”

دا کړنه د هغه ګواښ ښودنه کوي چې افغان چارواکي په ټولنه کې د سخت دریځو د ادغام په چاره کې ور سره مخامخ دي.

امریکا او طالبانو په فبرورۍ میاشت کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې شخړه پای ته ورسیږي. که څه هم جګړه روانه ده خو په بل پړاو کې د سولې بهیر او د راتلونکي په اړه د حکومت او یاغیانو ترمنځ د خبرو تمه ښودل شوې ده.

په دې مرکز د طالبانو اړوند بندي هلکانو د یوې بریا په توګه د دې هوکړې د لاسلیک لمانځنه وکړه. په هغه شپه دوی تر ناوخته ویښ وو او لمونځونه یې کول.

له دې ډلې ډېر یې هیله لري چې د همدې جوړې له مخې به د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشي شي، چې د روانې میاشتې په پیل کې پیل شوې ده.

ذاکر د سرسختۍ او براءت په ښودلو سره ټینګار کوي چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې جګړه پای ته رسیږي، ځکه ټول افغانان سره وروڼه دي، سره له دې چې ډېر افغانان د طالبانو په څېر نظام پلویتوب نه کوي خو دی وايي د طالبانو په څېر اسلامي نظام غواړي.

په دې مرکز کې له نورو هلکانو سره چې زه وغږیدم دوی په ډاګه په دې عقیده دي چې “جهاد” به د شریعت تر نافذېدو دوام ولري.

کله چې مو له ذاکر وپوښتل چې د دیموکراسۍ په اړه څه فکر کوي؟ سملاسي یې رد کړه او ویې ویل”بې مانا ده”.

Trending

Exit mobile version