تازه خبرونه

افغان حکومت پاکستان ته استخباراتي معلومات سپارلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان حکومت پاکستان ته استخباراتي معلومات سپارلي، چې له مخې یې د ترهګرو هغه مرکزونه په نښه کړي، چې ترې ستر ترهګریز بریدونه سمبالیږي.

کابل ته د امریکایی سناتورانو له راتګ وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ وویل؛ ولسمشر غني منلې، چې د امریکا او چین تر څار لاندې د دیورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو خلاف عملیات تر سره شي. افغان حکومت پاکستان ته د افغانستان پر امریکایی پوهنتون، د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون، د سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو او د کندهار پر میلیمستون د وروستیو بریدونو په تړاو پاکستان ته استخباراتي معلومات ورکړي او د  حکومت په وینا؛ د دې بریدونو عاملین، چې پاکستان کې دي، باید پر ضد یې اقدام وشي. دغه راز کابل له اسلام آباد غوښتي، چې د ترهګرو پېنځه اتیا مرکزونه او مشران او مدرسې، چې په کې د افغانستان ضد ترهګر روزل کیږي، په نښه شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ له پاکستان څخه غوښتي، چې په کوټه کې د طالبانو رهبري شورا، په میرام شاه، پیښور او کراچۍ کې د طالبانو مشران وځپي او هغه هېواد ته یې دغه راز د  طالبانو د پېنځه اتیا مرکزونو او مشرانو نوملړ سپارلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې له افغانستان سره د پاکستان د همغږو عملیاتو پایلې باید د امریکا او چین لخوا تائید شي او افغان حکومت هم د افغانستان په هغو سیمو کې عملیات تر سره کړي، چې د پاکستان د ادعا مخې په کې د پاکستان ضد عملیات پلانیږي.

افغانستان دغه راز غوښتي چې که سرحد کې د ترهګرو خلاف عملیات کوي، او هغوي پاکستان ته تښتي، پاکستان یې باید په هماغه مهال له منځه یوسي. پاکستان هم غوښتي چې د ملا فضل الله ډله او  حزب الاحرار په نښه کړي.

د هغه په وینا؛ د کابل او اسلام آباد اړیکو کې پرمختګ له دې سره تړلی، چې پاکستان د ترهګرو خلاف عملي ګامونه پورته کړي. اوس افغان پوځي چارواکي د دواړو هېوادونو تر منځ د کیدونکیو همغږو عملیاتو پر کړنلار کار کوي.

په افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو د عاملینو په تړاو پاکستان ته استخباراتي معلومات ورکړشوي.  د کندهار ولایت د مقام پر میلمستون له برید وروسته افغان حکومت وموندله، چې دغه برید د قاري احمد په مدرسه کې پلان شوی و، ولسمشر له دې برید وروسته د پاکستان د پوځ  د هغه مهال لوی درستیز راحیل شریف ته د دې مرکز په اړه معلومات ورکړي وه، چې پر ضد یې پوځي ګام پورته شي؛ خو پاکستان اقدام ونه کړ.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وایي، د دغو عملیاتوپایلې بې پایلې دي. افغانستان باید پاکستان ته اوپراتیفي معلومات ورنه کړي؛ ځکه، چې دا هېواد یې ترهګرو ته ورکوي.  

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، دا عملیات پرته له دې، چې پر طالبانو فشار راوړي، چې له هغه هېواده افغانستان ته راولیږدول شي بله پایله نه لري.

پاکستان او افغانستان ته د امریکایی سناتورانو له سفر وروسته د دیورند کرښې په دواړو خواوو کې د ګډو عملیاتو په تر سره کیدو هوکړه وشوه. تېر کال په لندن کې د افغانستان، پاکستان، او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې هم ورته هوکړه شوې وه؛ خو په دې عملیاتو کې د امریکا د څارنې لپاره د نوازشریف رایه منفي وه.

Trending

Exit mobile version