تازه خبرونه
افغانستان له پاکستان څخه د دولت محوره اړیکو غوښتنه کوي
کابل په اسلام آباد کې د نواز شریف له لیرې کیدو وروسته له نوې جوړېدونکي حکومت څخه د دولت محوره اړیکو د پیل غوښتنه وکړه.
د نوازشریف د صدارات په دوره کې د افغانستان او پاکستان اړیکې له لوړو ژورو سره مخ شوې؛ په لومړیو کې دغه اړیکې ډېرې تودې وې او افغانستان ته د سولې زیری ورکول کیده، خو له لږ ځنډ وروسته د نوازشریف په حاکمیت کې د کابل او اسلام آباد اړیکې په کم ساري توګه کړکېچنې شوې. ان تر دې بریده، چې دواړه هېوادونه د نااعلام شوې جګړې له پولو د اعلام شوې جګړې تر پولې ورسېدل. افغانستان باور درلود او لري یې، چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر ګډوډوي او د مخالفینو ملاتړ کوي؛ خو اوس، چې نوازشریف تللی، کابل له نوي حکومت څخه، چې ټاکل شوې په پاکستان کې جوړ شي، یو لړ غوښتنې لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایي، په پاکستان کې، چې هر حکومت جوړیږي؛ افغانستان ترې د دولت محوره اړیکو د پیلولو هیله لري او ترې غواړي، چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځای ورنه کړي؛ د تمویل او روزنې مرکزونه یې وتړي.
ویل کیږي؛ په پاکستان کې د چارو اصلي واګي د پوځ په لاس کې دي، چې د افغانستان د شخړې ستر علت یادیږي.
دا، چې د نواز شریف په ګوښه کیدو به افغانستان کوم زیان او یا ګټه وکړي؟ د نړیوالو چارو کارپوه احمد شکیب منتظري یې په اړه وایي، چې د نوازشریف له ګوښه کیدو او د ملکي حکومت په له منځه تلو به د افغانستان پر مخ دیپلوماتیکې دروازې ډېرې لږې خلاصې وي.
اوس افغان حکومت ته ښه موقع په لاس ورغلې، چې په سازمانونو او نړیوالو غونډو کې د اسلام آباد پر ضد لابی وکړي او د پاکستان د پوځ تر ادارې لاندې حکومته نړیوال ملاتړ رالږ کړي.
د ولسي جرګې غړې عزیزه جلیز وایي؛ مونږ دا هیله نلرو، چې د پاکستان نوی حکومت به د دواړو دولتونو اړیکې ښې کړي.
تر دې مهاله په پاکستان کې هیڅ ملکي لومړی وزیر نه دی توانیدلی، چې د خپل حکومت دوره بشپړه کړي او هیڅ حکومت هم له کابل سره اړیکې نه دي جوړې کړي. پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان د بې ثباتي او تیارو ورځو عامل بلل کیږي او باور دا دی، چې په پاکستان کې چارواکي د ناامنه افغانستان په شتون کې خپلې ګټې ویني.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د روغتیا نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده – عبدالسلام حنفی
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په کابل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له یوه لوړپوړي چارواکي سره په کتنه کې د لریو پرتو سیمو د کلینیکونو د جوړولو او د څانګوالو یا متخصصینو د روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دې ټولنې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د مخدره توکو له توليد او قاچاق سره د مبارزې په ګډون په ټول هېواد کې پر نشهیی توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، د اداری فساد د له منځه وړلو او د امنیت د خوندي کولو پرمختګونو ته په نغوته کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان څوکۍ دې د اسلامي امارت استازي ته وسپاري او د مدیترانې سیمې د اجرائیوي بورډ او رهبرۍ په غونډو کې د افغانستان غړیتوب بېرته خوندي کړي.
عبدالسلام حنفي دغه راز د کوکنارو د کښت د بدیل برابرولو او له سیلاب ځپلیو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز نوموړي د پولیو پر له منځه وړلو د ټینګار تر څنګ د روغتیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پولیو د تشخیص لابراتوارونه فعال او واکسین ورکړي، د سرطان د درملنې مرکز جوړ کړي، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخه ونیسي او د پاکو اوبو د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د اداري مرستيالۍ د خبرپاڼې له مخې، د روغتيا نړيوالې ټولنې د ختيځې مديترانې سيمې مشرې حنان حسن بلخي په دې غونډه کې ويلي، چې د دې ټولنې لپاره روغتيايي موضوع غير سیاسي او د دې ټولنې یو له لومړیتوبونو څخه ده.
نوموړې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته نغوته وکړه او هیله څرګندوي، چې د روغتیا او پوهنې په برخه کې به د افغانانو لپاره ښه شرایط برابر شي.
میرمن بلخي وایي؛ د روغتيا نړيوالې ټولنې له نورو نړيوالو ټولنو او اروپايي ټولنې سره په ګډه درې کلنه پروژه لري، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول هم په کې شته.
نوموړې دغه راز د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هلو ځلو قدردانی وکړ او زياتوي، چې د افغان بزګرانو لپاره د بديل معيشت د برابرولو په اړه به له نړيوالې روغتيايي ټولنې او نورو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې پلاوي په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو د جوړېدو، د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا، دوامداره همکارۍ، د ساري ناروغیو د کنټرول او غوره همغږۍ په اړه د عامې روغتیا له چارسمبالي سره هم بحث او خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
په ګمبیا کې د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د پېنځلسمې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوی وکړي.
د دې غونډې په پای کې دوی د زدهکړو او کار حق د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه وباله او په دې اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو ډېرو بحثونو غوښتنه وکړه.
دغه راز د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ او تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره د قومي ډلو، نشهیي توکو، تروریزم او ټولنیزو ستونزو مخنیوي ته د هڅو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.
د اسلامي همکاریو ټولنې د ۵۷ غړیو هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې، چې د تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.
د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون درلود.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ
په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ويلي، چې د ۷۰ هېوادونو ۲۴۳ سپارښتنو له هر اړخیزو کتنو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.
نوموړي زیاته کړې؛ دغو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وړاندیز یې کړی، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بې پرې او خپلواکه څېړنه وشي.
نصیراحمد اندیشه وایي: د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو د بحران په اړه د اساسي حقایقو د هر اړخیز او بشپړ راپور د وړاندې کولو په هدف چمتو شوی دی. دا راپور د بشري حقونو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت د ټینګار ترڅنګ د بشري حقونو د بحران په اړه د خلکو عاجلو اړتیاوو او اندېښنو ته هم نغوته کوي.
اسلامي امارت تل بشري حقونه د هېواد داخلي مسله بولي او ټینګار کوي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو حقوق تر بل هر وخت ډېر خوندي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي: د ټولو افغانانو اسلامي او شرعي حقوق تضمین شوي او اسلامي امارت د خپلو اتباعو د حقوقو خوندي کولو ته ژمن دی.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله؛ خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو له موضوع څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه توګه کار اخلي.
-
تازه خبرونه1 day ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه1 day ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
سوداگري1 day ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
نړۍ16 hours ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
تازه خبرونه15 hours ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ