تازه خبرونه

افغان ځواکونه له دفاعي حالته یرغلیز حالت ته ننوتي- دولت وزیری

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته داخل شوي او دمګړۍ په دولس ولایتونو کې یې عملیات روان دي.

په تېرو څه باندې درې کلونو کې، چې د نړیوالو سرتېرو شمېر کم شو؛ نو وسلوالو مخالفینو د خپل نفوذ سیمې هم پراخه کړې.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، اوس د وسلوالو مخالفینو پر خلاف د افغان پوځ جګړه ییزه تګلاره هم بدله شوې او تر ډېره افغان ځواکونه د سیمو د لاندې کولو لپاره عملیات کوي.

نوموړی زیاتوي، همد اوس په دولس ولایتونو کې د ځانګړیو ځواکونو ۱۸عملیات روان دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وایي، چې افغان ځواکونه او په ځانګړې توګه پولیس د نیول شویو سیمو د دوامداره ساتنې په برخه کې پاتې راځي.

د نوموړي په وینا؛ ستونزه داده، چې ځانګړي ځواکونه د سیمو له نیولو وروسته سیمه پرته له دې، چې له امیته یې ډاډمن شي، خوشې کوي.

د پوځي چارو شنونکی محمد عمر عیار وايي، چې که څه هم په پوځي عملیاتو کې ډېر لګښتونه کیږي؛ خو د کمزوري مدیریت له کبله پرمختګونه له منځه ځي او سیمې له لاسه ورکوي.

په داسې حال کې، چې نړیوال ځواکونه یو وار بیا د افغانستان په جګړه کې ښکېل شوي او له افغان ځواکونو څخه د هغوی ملاتړ ډېر شوی؛ خو له خلکو سره اندېښنې داسې دي، چې ښايي جګړه نوره هم اوږده شي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version