تازه خبرونه

افغانستان ته ۳۵۰۰ تازه دمي امریکایي ځواکونه رالیږل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکایي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ جنګ ځپلي افغانستان ته د وسلوالو مخالفینو د له منځه وړلو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره ۳۵۰۰ تازه دمي سرتېري رالیږل کیږي.  

امریکایي ورځپاڼو ليکلي، چې د امريکا دفاع وزير جيمز مټيس د تړلو دروازو تر شا د کانگريس له غړیو سره کتلي او هغوی ته يې ډاډ ورکړی، چې افغانستان ته به زرگونه نور پوځيان ولیږل شي.

دغو رسنیو د پنټاگون د سرچينو له خولې ليکلي، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لیږلو شمېر به ۳۵۰۰  وي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د بهرنیو ځواکونو ډېرول یوه اړتیا نومولې؛ خو آریانا نیوز ته یې په ډاګه کړې، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ځمکنۍ جګړې وړتیا لري او تر هغې ، چې زمونږ هوایي ځواکونه پر پښو دریږي، مونږ بهرنیو ځواکونو ته اړ یو.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي بم غورزوونکیو الوتکو په تېرو څو ورځو کې د طالبانو یو شمېر مرکزونه په نښه کړي. په داسې حال کې، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم په کې زیانمن شوي دي؛ خو افغانستان او جنوبي آسیا ته د امریکا د نوي تګلارې پر بنست به د طالبانو د راټولیدو یو ځای هم خوندي پاتې نشي.

د نوموړي په وینا؛ د اړوند سیمو اوسیدونکي باید جنګ جوړوونکیو ته په خپلو کورونو کې ځای ورنکړي.  

د پوځي چارو شنونکی میاګل خالد وایي، د بهرنیو ځواکونو له ډېریدو سره په هېواد کې به جګړه نوره هم پراخه شي.

هغه زیاتوي؛ ملکي وګړی دې طالبانو ته خوندي ځایونه نه برابروي که نه دوی به هم زیانمن شي.

جيمز متیس او د امريکا لوی درستيز جنرال جوزف دانفورد په گډه د کانگريس د وسلوالو خدمتونو جرگگۍ ته د افغانستان د جگړې په اړه معلومات ورکړی، خو دا يې نه ده روښانه کړې، چې افغانستان ته به څومره پوځيان ولیږل شي.

جنرال نيکلیسن ويلي: د پوځيانو د شمېر يادول اړين نه دي؛ خو نور پوځيان د وړتياوو د لوړلو په موخه راځي، په نویو پوځيانو کې هوايي ځواکونه هم شامل دي، چې ځينې يې پر لارې دي او ځينې نور به يې په لنډ وخت کې راورسېږي.

د لندن چاپ گارډين ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په هرات او لوگر کې د وروستي بمبارد ټول قربانيان ولسي وگړي دي.

امريکا پخوا ويلي وه، چې په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځيان لري؛ خو تېره اوونۍ يې وويل، چې هلته مو د ځواکونو شمېر يوولس زره دی. د دغو تازه دمو ځواکونو له راتګ سره به یې د شمېر ۱۴ زره ۵۰۰ ته ورسیږي.

 

Trending

Exit mobile version