تازه خبرونه

افغان بیسیم او د بیات رسنیز مرکز د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ونمانځله

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

افغان بیسیم او د بیات رسنیز مرکز د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت ګډه غونډه وکړه او خپلې ښځینه کارکوونکې یې وستایلې.

دوی په پرمختیاوو کې د میرمنو د رغنده او مهم رول پر ارزښت خبرې وکړې او ښځینه کارکوونکیو ته یې ډالۍ وړاندې کړې.

د افغان بیسیم او بیات رسنیز مرکز چارواکي د ښځو په وده او پرمختګ کې د ښځو پر ونډه باوري دي؛ نو، ځکه یې په خپلو بنسټونو کې میرمنو ته فرصت ورکړی، چې پر مهمو اداري څوکیو کار وکړي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رييس امین رامین ښځو ته د مارچ د ۸ د مبارکۍ تر څنګ وویل: هڅه مو کړې، چې ستاسې تر څنګ د یو همکار په توګه پاتې شو او میرمنو ته د کار غوره شرایط برابر کړو.

د آریانا رادیو تلویزیون رييس خوشال آصفي هم په چارو کې د ښځو ونډه وستایله او وایي، چې ستاسو ونډه په چارو کې سمبولیکه نده؛ تاسې دلته مدیر لرئ، آمر لرئ، د کار ځواک مو شته او د رهبرۍ له ځواکمنتیا هم برخمنې یاست. دغه راز زه د هغې ورځې په هیله یم، چې یوه ورځ تاسې هم د آریانا رادیو تلویزون چارې تر سره کړئ.

افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره یو بنسټ هم جوړ کړی، چې له اړو میرمنو سره مرستې کوي.

د ښځو لپاره د افغان بیسیم د بنسټ ريیسه پریسا حق شناس وایي، زمونږ دغه بنسټ نه یوازې هغو میرمنو ته د مرستې لپاره جوړ شوی، چې په دې بنسټ کې چارې تر سره کوي، بلکې مونږ هڅه کوو له هغو اړو کورني سره هم مرسته وکړو، چې سرپرست نلري او یا یې سرپرستي ماشومانو ته پانې ده.

له کلونو راهیسې سلګونه ښځې په افغان بیسیم مخابراتي شرکت، آریانا او آریانا نیوز تلویزیونونو کې د پر دندو بوختې دي او د هېواد په پرمختګ کې یې خپله ونډه ثابته کړې ده.

په ۱۸۴۵ میلادي کال کې د نیویارک د نساجۍ کارخونې میرمنو د غوره کاري شرایطو د رامنځته کولو پر نیت لاریونونه رامنځته کړل؛ خو د دوی د غوښتنو مخه د پولیسو له لورې ونیول شوه، یو شمېر ښځې بندیانې شوې او خوزښت یې هم وځپل شو. په کال ۱۹۷۷ کې د ملګرو ملتونو لخوا د ښځو د سرښندنې دغه ورځ وستایل شوه او له همدې ورځې راپدیخوا د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کیږي.  

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version