سوداگري

اقتصادي کمیسیون د افغانۍ د ثبات لپاره بېړنۍ هڅې پیل کړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا د دوشنبې پر ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې  اقتصادي کمیسیون ته د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانیو د ثبات پر لارو چارو هر اړخیزه دنده وسپارله.

د اسلامي امارت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني ټويټ کړی؛ په غونډه کې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې له ټولو اقتصادي بنسټونو سره په همغږي کې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره بېړنۍ هڅې ترسره کړي او په دې برخه کې د هر ډول ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو هغو عواملو  پر ضد کوټلي ګامونه واخلي، چې د افغانۍ پر ارزښت یې بده اغېزه کړې ده.

دغه راز ټینګار شوی، چې هغه لاري چارې دې پر ګوتو شي، چې د افغانۍ د ثبات لپاره مهمې دي.

د افغانستان بانک د سې شنبې پر ورځ د پیسو له تبادله کوونکیو، سوداګریزو بانکونو او سوداګرو مشرانو سره د افغانیو د ثبات او ارزښت لپاره د لارو چارو د غوره کولو لپاره ناسته کوي، چې په تېره اوونۍ کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې یې ارزښت چټک راټیټ شو.

د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت خواشینوونکی کمښت په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې ژور اقتصادي او بشري ناورین رامنځته شوی او د خوراکي او سون توکو په ګډون د اړتیا وړ ټولو توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د شهزاده سراى (د افغانستان د پيسو د تبادلې تر ټولو ستر بازار) د صرافانو د اتحاديې مسوولين وايي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ډالرو پر وړاندې له ١١٠ افغانيو څخه د یکشنبې پر ورځ ۱۲۳ افغانیو ته  راکښته شوې ده.

یوه میاشت مخکې یو ډالر پر ۹۰ افغانیو تبادله کېده.

د صرافانو اتحادیې چارواکو ویلي، چې د ستونزې یوه برخه د ځینو پیسو بدلوونکیو لخوا د غلطو آوازو خپرېدا وه، چې د مخنیوي هڅې یې روانې دي.

د دوشنبې پر ورځ د بازار د “بولي” برخه، چې د افغانیو ارزښت ټاکي او لویې معاملې ور سره ترسره کیږي، وتړل شوه.

په همدې حال کې سیمه ییزو رسنیو د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په فراه ولایت کې د افغانۍ د ارزښت د راټیټیدو له کبله یو صراف په خپلې هټۍ کې له مغزي سکتې سره مخ شوی دی.

په سیمه کې د هټیوالو د څرګندونو له مخې، د پیسو بدلونکي پور ورکوونکیو ته د پام وړ پیسې ورکړې وې او د افغانۍ د راټیټیدو سره مړ شو.

Trending

Exit mobile version