تازه خبرونه

اقتصاد وزارت له راستنېدونکو سره د نادولتي ادارو د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه

د اقتصاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دین محمد حنیف د نادولتي کورنیو او بهرنیو بنسټونو له تېرو همکاریو د ستاینې ترڅنګ له راستنېدونکو سره د همکاریو او مرستې د دوام غوښتنه وکړه.

Published

on

د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین محمد حنیف او د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې رییس او غړو  له نادولتي کورنیو او بهرنیو بنسټونو چارواکو سره په ناسته کې د راستنېدونکو د ستونزو پر حل او آسانتیاوو برابرولو بحث او خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دین محمد حنیف د نادولتي کورنیو او بهرنیو بنسټونو له تېرو همکاریو د ستاینې ترڅنګ له راستنېدونکو سره د همکاریو او مرستې د دوام غوښتنه وکړه.

نوموړي له ټولو نادولتي بنسټونو وغوښتل، چې د راستنېدونکو د بېړنیو ستونزو پر حل سربېره د استوګنې په میشت ځایونو کې د سرپناوو او د اوبو رسولو سیسټمونو، عامه تاسیساتو لکه ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او روغتیایي کلینیکونو په جوړولو او د څښاک د اوبو د څاګانو کیندلو کې فعاله برخه واخلي.

د نادولتي بنسټونو چارواکو هم د هغو پروګرامونو او پروژو په اړه معلومات ورکړل، چې دوی یې د مهاجرینو او راستنېدونکو ستونزو د حل لپاره پلي کوي او د اقتصاد وزارت د بیا میشتېدنې او د مرستو د جذب او جلب له کمیټو سره د همکارۍ لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

Trending

Exit mobile version