تازه خبرونه
الاقصا جومات یو ځل بیا لمونځ کوونکیو ته پرانستل شو- بیت المقدس
په بیت المقدس کې د الااقصا جومات، چې د کرونا ویروس د خوریدو له وېرې تړل شوی و؛ نن له دوه میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د لمونځ کوونکیو لپاره پرانستل شو.
نړیوالو خبري سرچینو په ډاګه کړې، چې د کروناویروس له پڅې ودې وروسته د اسلامي وقف شورا، چې له اسلامي مقدساتو څارنه لري؛ پر دې سپیڅلي ځای بندیزونه لیرې کړل.
— The Associated Press (@AP) May 31, 2020
دغه راز یادې شورا د مسلمانانو په دې سپیځلي درېیم مقام کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د یو لړ هڅو له تر سره کولو هم یادونه کړې ده.
د دغو هڅو له مخې؛ لمونځ کوونکي اړ دي، چې په جومات کې دننه او یا ترې بهر د لمانځه ادا کولو لپاره ماسک او خپل لمونخ مخی ولري.
دغه جومات او حرم شریف د معبد د غره پر لوړه برخه جوړ شوی، چې د بیا پرانستې لپاره یې لسګونه کسان د دغه مقدس مقام د لرګینو دروازو مخې ته ودریدل او د الله اکبر له ویلو سره یې پخپل ځان او روح د دغه جومات د ساتنې او پالنې غږونه پورته کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې مسلمانانو سږنۍ روژه، اختر او خپلې رخصتۍ پرته له دې، چې الاقصا جومات ته نږدې شي ترسره کړې دي.
