تازه خبرونه
القاعده اوس هم له طالبانو سره پراخې اړیکې لري- فتن براون
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي؛ سره له دې، چې طالبانو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ژمنه کړې، چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کړي؛ خو دوی اوس هم په افغانستان کې له طالبانو سره پراخې اړیکې لري او درنه ډله شمېرل کیږي.
د ملګرو ملتونو د اسلامي دولت، د القاعدې او طالبانو د نظارت ډلو همغږي کوونکي ادموند فتن براون له بي بي سي سره په خبرو کې، ویلي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک له لاسلیک شوي ټړون سره سره اوس هم د القاعده او طالبانو ترمنځ د منظمو اړیکو د رناوی کیږي.
نوموړي ویلي؛ طالبان په منظم ډول او په لوړه کچه له القاعده سره خبرې کوي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې د دوی تاریخي اړیکو ته به درناوی وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د القاعدې او طالبانو ترمنځ اړیکې له امریکا سره د معاملې له کبله بدلې شوي.
هغه ویلي: القاعده په لویه کچه له طالبانو سره ګډې هڅې لري او ورسره د پوځي روزنې چارې تر سره کوي، چې دا کار یې ندی بدل شوی.
د بي بي سي په راپور کې راغلي، چې که څه هم په تېره لسیزه کې د القاعده ځواک او وړتیا په لویدیز کې کمه شوې؛ خو د دې ډلې مشر ایمن الظواهري اوس هم په افغانستان کې له یو شمېر نورو مشرانو سره د طالبانو تر ملاتړ لاندې میشت دی.
فتن براون څرګنده کړې، چې پر دغه راز مخینې سربېره القاعده اوس هم مقاومت کوي او خطرناک پاتې دي.
فتن براون بي بي سي ته په ډاګه کړې؛ په دې اړه یې وروستي راپورونه په ګوته کړي، چې په افغانستان کې له پاکستانیو جنګیالیو غوښتل شوي، چې له دوی سره ځان ثبت او پر کړنلاره یې عمل وکړي.
فتن براون دا خبرداری هم ورکړی؛ که څه هم د سولې بهیر په دوحه کې روان ساتل شوی؛ خو د ټوټه کیدو وېره یې شته شي. القاعده او داعش د نړیوال خطر د رامنځته کولو لپاره پراخه هیلې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو پخواني قومندان رحمت الله اندړ او اوس د افغان حکومت د ملي امنیت شورا ویاند له بي بي سي سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې د القاعده او نورو نړیوالو وسلوالو ډلو د بیا راپورته کیدلو ګواښ پر ځای دی. امریکایان فکر کوي، چې دوی له طالبانو سره لاسلیک کړي هرڅه به له سره تنظیم کړي؛ خو وخت به دا په ګوته کړي، چې داسې نده..
