تازه خبرونه

القاعده او داعش به تر دوه نورو کلونو امریکا ته ګواښ شي – د امریکا استخبارات

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۵, ۱۴۰۰)

د امریکا استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی؛ د داعش او القاعده ملاتړي به هڅه وکړي، چې افغانستان ته بیا را ستانه، پیاوړي او د امریکا لپاره ګواښ شي.

د امریکا استخباراتي سازمان سي آی ای وایي؛ داسې ښکاري، چې د القاعده او داعش ملاتړیو دې جګړه ځپلي هېواد ته سترګې نیولي او د امریکا محتاطانه ارزونې هم ښیي؛ یو یا دوه کاله به وخت واخلي، چې القاعده دومره ځواک پیدا کړي، چې د امریکا قلمرو ته ګواښ پېښ کړي.

د دوي د څرګندونو له مخې؛ داعش او القاعده هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

امریکا د استخباراتو مسوولینو ویلي، چې دا به ناوړه حالت را منځته کړي.

دوی وایي، چې اړتیا ده د دې ډلو د فعالیت مخنیوی وشي.

د امریکا د استخباراتو په وینا، داسې نښې شته، چې دې ډلو افغانستان ته سترګې پټې کړي او ښایي بیا یې د پټځي په توګه وکاروي.

طالبانو ویلي، چې هیڅ  ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي او نړیوال به له افغان خاورې ونه ګواښل شي.

پوځي کارپوه محمد سرور نیازي ویلي؛ اړتیا ده، چې طالبان په افغانستان کې د القاعده او داعش فعالیت بند او د نړۍ د هېوادونو ملاتړ او ژمنې را جلب کړي.

نوموړی وايي: امریکا ښه پوهیږي، چې داعش خپلې هڅې له کوم ځایه پیل کړي. د امریکا دا اندېښنه ښیي، چې اوس هم د فیل په غوږ کې ویده ده او نشي کولی دوه مذهبي ډلې له منځه یوسي. که غوښتل یې داعش له منځه یوسي؛ نو دا شل کاله به یې د خپل حضور پر مهال دا کار کړی و.

سیاسي هڅاند عزیز معارج وایي: داعش او القاعده امریکا جوړ کړي. اوس، چې طالبانو( اسلامي امارت ) ته د افغانستان د خاوري د ساتنې مسوولیت ورپر غاړه شوی؛ نو اوس، چې امریکا ترې اندېښنه ښودلې باید په دې اړه یې هڅې نورې هم ګړندۍ شي.                      

دا په داسې حال کې ده، چې تازه طالبانو په افغان خاوره کې د ترهګریزو هڅو پروړاندې کار پیل کړی او وایي، چې هیچا ته به دا هېواد ګواښنه وي او نړۍ دې په دې اړه اندېښنه نکوي.

Trending

Exit mobile version