تازه خبرونه
القاعده په افغانستان کې د سر راپورته کولو وس نهلري – امریکايي چارواکي
سيانان د دوه لوړپوړو امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د امریکا د نویو استخباراتي ارزونو پر بنسټ دا امکان نهلري، چې القاعده به په افغانستان او پاکستان کې بیا سر راپورته کړي او همدارنګه د (اسلامي امارت) ترورېزم ضد عملیاتو په افغانستان کې د داعش حضور کم کړی دی. افغانستان.
په راپور کې راغلي: هغه ارزونه، چې چارواکو له خبریالانو سره په خبرو کې وړاندې کړې؛ په افغانستان کې د ترهګرو د ټولیز حضور په اړه د ډاډ وړ انځور وړاندې کوي او ښيي، چې په ۲۰۲۱ ز. کال کې له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د ترهګرو حضور مخ پر کمېدو دی.
له دغو دوه امریکايي چارواکو څخه یوه یې ویلي: داعش یو ګواښ دی، چې مونږ ترې د بهرنیو عملیاتو له نظره اندېښمن یوو؛ خو دا د هغه څه پر پرتله، چې مونږ د سپتمبر له ۱۱ څخه د القاعدې له لوري ولیدل یو بنسټیز توپیر دی.
امریکايي چارواکو زیاته کړې؛ اړوند معلومات ښيي، چې داعش د اسلامي امارت تر فشار لاندې دی او په وروستیو میاشتو کې یې ګڼ مهم مشران له افغانستان څخه تېتېدلي دي.
دوی ویلي، چې د القاعده ګواښ په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
یوه لوړپوړي چارواکي په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: القاعده په افغانستان او پاکستان کې د تاریخ په تر ټولو ټیټه نقطه کې دی او سر راپورته کول یې ناشوني دي. د دې ډلې وړتیا، چې امریکا یا پاکستان ته له افغانستان څخه ګواښ وي؛ په لسیزو کې ترټولو ټیټ کچه لري.
د امریکایي چارواکو ارزونه د ملګرو ملتونو د جون میاشتي له هغه راپور سره په ټکر کې ده، چې ویلي یې ول، القاعده د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې د “بیا تنظیمېدو” او نوي روزنیزو مرکزونو د جوړولو په حال کې ده.
په راپور کې دا هم راغلي وه، چې داعش په افغانستان کې د پام وړ ګواښ ته دوام ورکوي او غړي هېوادونه یې د بهرنیو عملیاتي وړتیاوو د پراختیا او په سیمه او بهر کې د ګواښونو د رامنځته کولو په اړه اندېښمن دي.
اسلامي امارت هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وايي، چې کابل به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې له افغانستان څخه پر ګاونډیانو او د نړۍ پر هېوادونو بریدونه وکړي.