سیمه ییز خبرونه

المان له افغانستان سره ۲۵۰ ميليون يورو مشروطې مرستې كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آلمان د پراختيا او اقتصادي همكارۍ  وزارت اعلام كړه، چې دغه هېواد په روان كال كې د افغانستان د ملكي برخې د رغونې، ودې او پراختيا لپاره ۲۵۰ ميليون يورو مرسته كوي.

آلمان په خپله انترنيتي پاڼه كې په ډاگه كړې، چې افغان حكومت كولى شي له دغه رقم څخه ۱۵۳ ميليون يورو همدا اوس تر لاسه كړي، خو پاتې هغه به په دغه هېواد كې د ښې حكومتدارۍ او رڼو تاكنو تر، ترسره كولو پورې مشروطې وي.

په برلين كې د آلمان د پراختيا او اقتصادي همكارۍ  وزير ديرك نبيل د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتو له ځانگړي استازي يان كوبيش سره د كتنې پر مهال وويل، چې افغان حكومت د ثبات په رامنځته كولو كې محوري رول لري.

نوموړى وايي:

زموږ ژمنې د افغان دولت له پرمختگونو سره تړاو لري؛ ځكه ، چې د افغانستان د راتلونكي سوله ييز ثبات كلي د دغه هېواد د دولت په گوتو كې ده.

ښاغلي نبيل ژمنه كړې، چې له ۲۰۱۴م كال وروسته به هم زموږ پراختيايي همكاري روانه وي.

د آلمان حكومت له ۲۰۱۰م كال راپديخوا له افغانستان سره خپلې كلنۍ مرستې تر۴۳۰ ميليون يورو پورې رسولي دي.

وسمهال له افغانستان سره دغه هېواد له امريكا او جاپان وروسته درېيم مرسته كوونكى هېواد شمېرل شوى دى.

Trending

Exit mobile version