سیمه ییز خبرونه
المان په افغانستان كې له ۲۰۱۴ز. كال وروسته د امنيتي تشې غوښتونكى نه دى
په برلين كې د المان د بهرنيو چارو وزير له خپل افغان سيال سره د ليدنې پرمهال ټينگار كړى، چې:
افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو له ليږد وروسته به المان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.
يو شمېر لويديځو رسنيو ويلي:
د افغان حكومت د هوكړې په صورت كې به امريكا له ۲۰۱۴ز. كال وروسته په افغانستان كې لس زره سرتېري پريږدي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وروستيو رپوټونو ته په غبرگون كې خبريالانو ته همهاله وويل، چې:
اوس مهال له ۲۰۱۴ز. كال څخه وروسته په افغانستان كې د پاته كيدونكيو امريكايي سرتېرو د شمېر په اړه څرگندونې له وخت وړاندې دي.
د المان د بهرنيو چارو وزيرگيدو وسترويله د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ۶) په برلين كې له خپل افغان سيال زلمي رسول سره گډ خبري كنفرانس ته وويل:
المان له افغانستان څخه د بهرنيو جگړه ييزو سرتېرو د وتلو له مهالوېش څخه ملاتړ كوي.
هغه ډاډ وركړ، چې:
موږ د پخواني ټاكل شوي پروگرام پر بنسټ عمل كوو او افغانستان يوازې نه پريږدو. برلين نه غواړي، چې په دې هېواد كې امنيتي تشه را منځته شي.
د ناتو ځينو نورو غړيو هېوادونو هم ويلي، چې له ۲۰۱۴ز. كال وروسته به يو شمېر پوځيان په افغانستان كې وساتي؛ خو د دغو سرتېرو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.