تازه خبرونه

اماراتو د هرات زلزله ځپلیو ته ۵۳ ټنه نور مرستندویه توکي ولېږل

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۳, ۱۴۰۲)

عربي متحده اماراتو د شنبې پر ورځ د هرات له زلزله ځپلیو خلکو سره د مرستې لپاره دوه الوتکې، چې ۵۳ ټنه مرستندویه توکي په کې بار ول، ولېږل.

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې په دې لېږد کې د خوراکي توکو بستې او ۵۰۰ خیمې شته.

د عربي متحده اماراتو د پراختیایي او نړیوالو ټولنو په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر سلطان الشامسي ویلي: د پرله‌پسې پېنځمې ورځې لپاره د عربي متحده اماراتو بشردوستانه الوتکې د افغانانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اکمالاتو رسولو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړې، چې تر اوسه پورې پېنځه الوتکې، چې ١٤٠ ټنه مرستندويه توکي لېږدوي، لېږدول شوي دي.

شمسي ټینګار کړی، چې عربي متحده امارات د افغانستان له خلکو سره د مرستې او بشري مرستو په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي.

Trending

Exit mobile version