تازه خبرونه
امرالله صالح د افغانانو او نړیوالې ټولنې له خواخوږیو مننه وکړه
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له ناکامې؛ مرګونې هڅې وروسته له خپلو هېوادوالو، نړیوالې ټولنې او امنیتي ځواکونو د خواخوږۍ څرګندولو له کبله مننه وکړه.
صالح په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې: زما هېوادوالو، له ملاتړ او خواخوږۍ مو مننه! له بهرنيو ملګرو هم مننه، چې د حق لوری یې نیولی.
صالح د پرونۍ مرګونې چاودنې د قربانیانو کورنیو ته ډاډګیرنه وړندې کوي او څرګندوي: غمجنو کورنیو! زه تاسې ټول مې خواخوږي ومنئ. زه به تاسې ټول یو – یو له نږدې وګورم.
هغه دغه راز له امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه او د هغوی د ویاړ او هوساینې لپاره یې لاسونه لپه کړل.
صالح له چاودنې روغ ووت؛ خو په کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او له ۱۵ ډېر نور ټپیان دي.
و ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح له برید وروسته په یوه ویدیو کې څرګند شو او په ډاګه یې کړه: زما زوی او زه دواړه خوندي یو. زه او زما زوی دواړه لږ څه سوځیدلي یو؛ ځکه، چې ښیښې ویلې شوې او زما لاس ټپي شو.
دغه چاودنه د کابل ښار د تایمني په اړوند سیمه کې سهار مهال د ګاز یو کوچني پلورنځي ته نږدې رامنځته شوه او د ګاز ډبو له چاودنو سره زیانونه نور هم ډېر شول.
له امرالله صالح سره په کتنه کې ولسمشر اشرف غني دغه برید ترهګریز وباله او ویې ویل، چې د برید بهرني ملاتړي نشي کولی د سولې، دیموکراسۍ او روښانه راتلونکي لپاره د خلکو اراده زیانمنه کړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی په دې برید کې لاس نلري.
امرالله صالح، چې یو مهال د ملي امنیت رییس و؛ پر طالبانو یو نیوکه کوونکی پاتې دی او له څو بریدونو هم روغ وتلی دی.
دغه وروستی برید له العربیه سره د ښاغلي صالح له مرکې یوه ورځ وروسته وشو. صالح په دې اند دی، چې طالبان د هیواد په تاریخ کې یوه منحرفه ډله ده.
هغه د سولې خبرو ته هیله من دی؛ خو وایي، چې طالبان یوازې په دې پوهیږي، چې څنګه وسله پورته کړي او د چا تندي پر نښه کړي. هغه مهال، چې دوی خپلې وسلې وسپارلې بیا؛ نو نور څه مهارتونه نلري، چې ټولنې ته ګټه ورسوي؟
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود اندرابي ويلي؛ لومړني معلومات ښیي، چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح چاودنه هغو چاودیدونکيو توکو ته ورته ده، حقاني شبکې په تېرو بریدونو کې کارولي دي. د اندرابي د څرګندونو له مخې؛ پدې پېښه کې د RDX-HMX + نایتروګلیسرین کارول شوی دي.