بی بی سی پښتو
امرخېل امنیتی چارواکو ته: که د خصوصي تلویزیون د کارمنانو قاتلین پیدا نه کړئ، له دندو به استعفا کوئ
د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار کې د یوه خصوصي تلوېزیون د درېیو ښځینه کارمنانو تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل بي بي سي ته وویل، که د ننګرهار امنیتي سکتور او امنیتي چارواکي ددغو ښځینه خبریالانو قاتلین پیدا نه کړي،نو دوی مجبور دي چې له خپلو دندو استعفا وکړي.
دی وايي، د پېښې په تړاو یې یو کس نیولی، اوس پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي، که نور کسان په دې پېښه کې ښکېل وي، چې هغوی هم وموندل شي:
“موږی باید قاتلین پیدا کړو، معلومات یې پیدا، موثق او ثبت شي. له امنیتي چارواکو مې په جدي ډول دا غوښتنه کړې ده چې عاملین یې ومومي.”
ناپېژاندو وسله والو نن سې شنبې (۲ مارچ) مازديګر مهال جلال اباد ښار کې دوو جلا بریدونو کې د انعکاس په نامه خصوصي تلویزیون درې ښځینه کارکوونکې وژلې دي او یوه بله مېرمن یې ژوبله کړې ده. دا بریدونه په یوه وخت مازدیګر ۴ نیمې بجې د جلال اباد ښار دوو جلا سیمو کې شوي.
یو برید د ښار په لومړۍ ناحیه کې مدینې پلازې ته څېرمه د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوی، او بل برید د ښار څلورمې ناحیې قصبې سیمه کې شوی.
د ننګرهار حوزوي روغتون چارواکو بي بي سي ته ویلي، روغتون ته درې مړي او یوه ژوبله مېرمن ور وړل شوې.
ننګرهار کې امنیتي سرچینو هم منلې ده چې په دوه پېښو کې د انعکاس تلویزیون درې کارکونکې وژلې شوې دي او یوه بله مېرمن ژوبله ده.
د ننګرهار امنیه قومندان جمعه ګل همت وايي د “نننۍ پېښې رهبري کوونکی له یو میل تفنګچې او ریکشې سره نيول شوی دی” چې نوموړي د “طالبانو اړوند کس یاد کړی دی”
د انعکاس خصوصي تلوېزيون مسئول زلمي لطیفي بي یي سي ته وويل، په دغو بریدونو کې یې درې کارکونکې وژل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، دا مېرمنې يې د دوبلې (ژباړې) برخې کارکونکې وې چې له کار وروسته کور ته پر لار وې.
وژل شوې مرسل، ساديه او شهناز تر ډېره د ټلوېزيون په پرده نه راڅرګندېدې، يوازې یې د ياد تلويزيون لپاره ډرامې او فلمونه پښتو کول او په رسنيز ډګر کې هم ډېرې پېژندل شوې نه وې.
تر دې دمه کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې.
کورني او نړيوال غبرګونونه
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی او له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې په ټکر کې بللی.
اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې طالبان په دا ډول بریدونو او د وېرې فضا رامنځته کولو سره نشي کولی چې د جمهوریت او تېرو شلو کالو لاسته راوړنو دفاع لپاره پورته شوی غږ چوپ کړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پانه لیکلي چې جلال اباد کې ترسره شوی برید په دوی پورې اړه نه لري.
کابل کې د امریکا سفارت یوه اعلامیه کې دا برید غندلی او له افغانستان حکومت یې غوښتي چې د د بیان ازادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.
یاد سفارت وایي، دا بریدونه د خبریالانو د وېرولو لپاره کېږي، خو دا چاره د زغملو نه ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه وژنه غندلې او دا يې “بشري ضد جنايت” بللی دی. نوموړي ويلي “د هېواد، سولې او ارامۍ بدغوښتونکي غواړي د ځوانو مفکورو او استعدادنو په وژلو افغانستان کمزوری کړي او له دې لارې خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي”.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يوناما د خواشينۍ په څرګندولو سره د دغو ښځينه وو وژنه په افغانستان کې د رسنيو لپاره يوه بله وېرونکې ورځ بللې ده او د دې “وحشيانه وژنو په اړه یې د سملاسي رڼو او خپلواکو پلټونو” غوښتنه کړې ده.
افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی، هم دغه پېښه غندلې او پر افغان حکومت يې غږ کړی چې د رسنيو پر کارکوونکو د بريدونو مخنيوی او د داسې هدفي وژنو پلټنه وکړي.
د انعکاس تلویزیون پر کار کوونکو دویم خونړی برید
په په تېرو ۳ میاشتو کې دویم ځل دی چې ننګرهار کې د انعکاس په نامه د خصوصي تلویزیون کارکوونکي د وسلوالو لخوا په نښه کېږي.
له دې وړاندې د تېرې دسمبر میاشتې پر لسمه نېته د همدې تلویزیون یوه ویانده ملاله میوند جلال اباد ښار کې دفتر ته پر لاره له خپل موټر چلوونکي محمد طاهر سره یو ځای د ناپېژاندو وسلوالو لخوا ووژل شوه.
د ملالې میوند له وژنې څو ساعته وروسته د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې د هغې وژونکي یې نیولي او بریدګرو پر خپل جرم اعتراف هم کړی.
همد راز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي وو، د ملالې میوند وژونکی او ورسره بل ملګری کس یې نیولي دي او څېړنې ترې روانې دي.
خو تر دې دمه د هغه برید په جرم د نیول شویو کسانو برخلیک نه دی مالومه.
یاده دې وي چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي او څو ولایتونو کې خبریالان په نښه شوي او وژل شوي دي.
افغان حکومت تور لګوي چې طالبانو د جګړې په دوام سره هېواد کې هدفي وژنو ته زمینه برابره کړې او مسئولیت یې د دې ډلې پر غاړه دی.
خو طالبانو تل په دې بریدونو کې ښکېلتیا رد کړې ده او ټینګار کوي چې خبریالان، مدني فعالان او غیر پوځي کسان د دوی په هدفونو کې نه دي.