سیمه ییز خبرونه
امريكا د پاكستان په وړاندې د افغان ولسمشر له دريځه ملاتړ كوي- كراكر
په كابل كې د امريكا سفير، چې مزارشريف ته تلى وايي، چې:
د پاكستان په وړاندې افغانستان او امريكا يو شان دريځ لري او پاكستان بايد له ترهگرو ډلو سره اړيكې پرې كړي.
هغه وويل، چې پاكستان د افغانستان په مسايلو كې ښكېل هېواد دى او پكارده، چې د افغانستان دايمي سولې لپاره له پاكستان سره خبرې وشي.
رايان كراكرپه بلخ ولايت دولتي چارواكو ته وويل، چې:
امريكا د ولسمشرله هغه دريځه ملاتړ كوي، چې په دې وروستيو كې يې د پاكستان په وړاندې خپل كړى دى.
د هغه په وينا په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره پكارده، چې له پاكستان سره خبرې وشي.
هغه د بلخ له والي عطا محمد نورسره په گډه خبري غونډه كې وويل، چې:
د پاكستان په وړاندې د افغانستان او امريكا دريځ يو شان دى او پاكستان ته يې خبردارى وركړ، چې له ترهگرو سره هر ډول اړيكې پرې كړي.
د هغه په وينا:
دوى ژمن دي، چې د پاكستان په مرسته په سيمه كې روانه سخت دريځي له منځه يوسي.
په كابل كې د امريكا سفير راين كراكر تاكيد كړى، چې :
له شك پرته د افغانستان د ثبات لپاره بايد پاكستان د خبرو يو اړخ وي. دا، چې پاكستان د افغانستان په مسايلو كې ښكېل دى؛ نو بايد له تروريزم سره په خپله مبارزه كې صداقت وښيي.
كراكرزياته كړه، چې:
دوى به په افغانستان او سيمه كې پر وسله والو مخالفينو او اورپكو خپل پوځي فشارونه نورهم زيات كړي.
دهغه په وينا:
امريكا له افغانستان سره ستراتيژيكې او دوامداره اړيكې غواړي او له همدې لامله پر ستراتيژيك تړون هم كارروان دى.
كراكر څرگندوي:
امريكا غواړي، چې له افغانستان سره اوږد مهاله ملگري ولري. مونږ به د يوه مهم شريك په توگه له افغانانو سره د امنيت، اقتصاد، ښوونې، روزنې او په نورو برخو كې مرسته او همكاري كوو، چې په همدې حال كې له افغانستان سره ستراتيژيك تړون لاسليك كېدونكى دى.
مزارشريف ته د امريكا د سفير په توگه د راين كراكر د لومړني سفر په درشل كې سيمه ييز چارواكي وايي، چې:
رايان كراكر په مزارشريف كې د امريكا د كونسلگرۍ د جوړولو او نورو پرمختيايي پروژو پر سرهم له دوى سره خبرې كړي دي.
