سیمه ییز خبرونه

امريكا له افغانستان سره د امنيتي همكاريو د هوكړه ليك په وروستي كيدو ټينگار كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان او پاكستان لپاره د باراك اوباما ځانگړي استازي هيله وښوده، چې د كابل او واشنگتن تر منځ به امنيتي سند ژر لاسليك شي.

ښاغلى جيمز دوبينز وايي، دغه امنيتي سند بايد تر يوې يا دوه مياشتو پورې وروستى شي.

د افغانستان  او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى جيمز دوبينز په ډاگه كړې، چې:

د راتلونكي اپريل مياشتې ټاكنې مهم تحول دى، چې د افغانستان راتلونكې جوړوي. زمونږ په آند كه ټاكنې ښې تر سره شي او پايلې يي زياترو افغانانو ته د منلو وړ وي د افغانستان زياتې ستونزې به حل شي. ټاكنې زمونږ په اجنډا كې مهمه مساله ده؛ خو نه غواړو په كې لاسوهنه وكړو.

زه فكر كوم امنيتي هوكړه ليك، چې له افغانستان څخه به پراخ ملاتړ را منځته كړي، د دواړو هېوادونو په گټه دى او دا هغه مساله ده، چې بايد له ټاكنيزو مبارزو مخكې پرې پايلې ته ورسيږو، څو په ټاكنيزو مبارزو كې د بحث وړ نه وي.

كه څه هم افغانستان دې هوكړه ليك ته شرطونه ايښي، خو جيمز دوبينز وايي، ډېر ژر به دواړه لوري په اختلافي مواردو هوكړه وكړي.

په همدې حال كې نوموړى وايي، هڅې روانې دي، چې په دوحه كې له طالبانو سره خبرې له سره پيل شي. له امريكا او د سولې له عالي شورا سره د خبرو د بيا پيل په خاطر د سولې د بهير راتلونكى د طالبانو په پريكړو او له هغو شرطونو سره تړلي، چې د قطر دولت ايښي دي.

د پاكستان دولت د دې بهير د پرمخ بيولو لپاره ليوال دى، او ويلي يي دي، چې په دې برخه كې به له هر ډول نفوذ څخه د خبرو د بيا پيل په موخه كار واخلي.

امريكايي ديپلومات تمه لري، چې له طالبانو سره د سولې خبرې د قطر دولت، امريكا او طالبانو د هوكړو پر بنسټ له سره پيل شي.

دغه راز د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي د جمعې ورځې غرمه مهال په ارگ كې له ولسمشر حامد كرزي سره وكتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي: ښاغلي دوبينز پاكستان ته د امريكا د بهرنيو چارو د وزير جان كيري او د خپل وروستي سفر د پايلو په اړه معلومات وركړل.

ښاغلي كرزي په دې ليدنه كې ويلي:

افغان ملت تمه لري، چې پاكستان ته يي د ولسمشر راتلونكى سفر د دواړو هېوادونو د اړيكو په پراختيا په ځانگړي توگه د سولې د پروسې په چټكتيا كې د پام وړ پايلې ولري.

ولسمشر زياته كړه كه پاكستان ته يي  دغه سفر مثبتې پايلې ورنه لري، دا نه د افغانستان او نه هم د پاكستان په ګټه ده. ښاغلي كرزي ويلي، كه د پاكستان سفر د سولې د پروسې په تړاو بريالى نه وي، دواړو هېوادونو ته به معكوسې پايلې ولري.

Trending

Exit mobile version