سیمه ییز خبرونه

امريكا هڅه كوي، چې افغانستان د سوداگريزو اړيكو مركز شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ځينې امريكايي كارپوهان او پخواني  ديپلوماتان، چې دا مهال په واشنگټن كې د منځني ختيځ او سويلي آسيا د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز غړيتوب لري وايي، له ستراتيژيك اړخه افغانستان امريكا ته ځانگړى ارزښت لري.

پخوانى امريكايي ديپلومات رابرت باكس وايي:

افغانستان د ليږد درې پړاوه په مخ كې لري: امنيتي ليږد، چې افغان ځواكونه د خپل هېواد امنيت په بشپړه توگه په غاړه اخلي، سياسي ليږد په ۲۰۱۴ م كال د ټاكنو له لارې او له دې وروسته اقتصادي ليږد. په داسې حال كې، چې بهرنيان وځي او افغانستان د اقتصادي پراختيا او پاگګونې په برخو كې پر خپلو پښو دريږي. البته امريكا غواړي، چې افغانستان د آسيا، سويلي آسيا او منځني ختيځ تر منځ د يوې څلور لارې رول تر سره كړي.

ښاغلى  رابرت باكس زياتوي:

زه په بشپړه توگه خپل نظر ښكاره كوم. د امريكا د دولت استازى نه يم؛ خو شك لرم. افغانستان په يوه ډېره ستونزمنه سيمه كې پروت دى. باوري نه يم، چې د افغانستان ټول گاونډيان ښه چلند وكړي. فكر كوم افغان امنيتي ځواكونه او د افغانستان بنسټونه به په ۲۰۱۴ م كال او له دې كال څخه وروسته موده كې له مهمو نگونو سره مخ وي.

۲۰۱۴ م كال ته هم د گوتو په شمېر ورځې پاتې دي او په همدې خاطر افغانان د خپل راتلونكې په اړه اندېښمن ښكاري. دا، چې ۲۰۱۴ م كال به څه ډول وي، هغه پوښتنه ده، چې د وخت په تېريدو به ځواب شي.

Trending

Exit mobile version