بلخ @ps
امريكا په بلخ كې له هوايي ځواك سره د څلور ام ډي ۵۳۰ چورلكو مرسته كړې
د امريكا متحده ايالاتو په بلخ كې د هېواد له هوايي ځواك سره د څلور نورو ام ډي ۵۳۰ چورلكو مرسته كړې ده .
د هوايي ځواكونو قوماندان عبدالوهاب وردك وايي؛ دا د هغو دېرش چورلكو یوه برخه ده، چې د امريكا متحده ايالاتو لخوا د افغانستان هوايي ځواك ته وركول كيږي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومندان دا مرسته د وسلوالو په له منځه وړلو كې اغېزمنه ګڼي.
د افغانستان د هوايي ځواكونو قومندان عبدالوهاب وردك وايي، دا چورلكې د سپكې او درندې جګړې ځواك لري او كيداى شي په ښار او د استوګنې په سيمو كې ترې د بریدونو د مخنيوي په موخه كار واخيستل شي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومندان مومند کټوازی وايي، دا مرسته به په شمال كې د وسلوالو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په لاره كې اغېزمنه ثابته شي.
د افغانستان د هوايي ځواكونو مسوولين په ډاګه کوي؛ امريكا ژمنه كړې، چې تر ۲۰۱۷م كال پورې به د افغانستان هوايي ځواكونه سمبالوي.
امريكا تراوسه ۶۸ چورلكې افغانستان ته وركړي دي.